لا تراوسه مې ماغزه په کرار ندي



لاتراوسه مې ماغزه په کرار ندي
ماهرچاسره ولی سرپه سنګ دی
زورور یم،غیرتي یم، ننګیالی یم
ځکه ځان له مې ګاڼه جوړه توفنګ دی
مړپرې زه شم پرګدۍ د واک بل کیني
تل مې کړی دپردو لپاره جنګ دی
بس تش نوم مې دغیرت خوښ دی،نورڅه کړم
که په خیټه یمه وږی، وطن ړنګ دی
غه تاریخ چې زه پرې ویاړم،یادووم یې
ډیرپه خپلو، لږ د بل په وینو رنګ دی
زه په څه حال؟ما مات کړي په څه حال دي
که سور روس دی،که مغل دی که پیرنګ دی
پلار نیکه نه ټیکه دار د جنګ،جګړو یم
په هرځای وي،زماپرې ور غورځنګ دی
(منتظر) یالیونی یا هم پاګل دی
دخپل قوم دداسې سوچ نه چې نور تنګ دی
8/05/2014

جلال اباد