که بریالی شوم،نو ترټولو دمخه به امنیتي تړون لاسلیک کړم- اشرف غني



اشرف غني احمد زی وايي، د بریالیتوب په صورت له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون پر لاسلیک ځنډ نه کوي.
 
د نوموړي دا ژمنه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې؛ په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېره به د ۲۰۱۵ میلادي کال په لومړیو کې له ۲۳۰۰۰ (دوه دېرش زره) څخه ۹۸۰۰ ته راکښته شي او د ۲۰۱۶ تر پایه به ټول سرتیري له دغه هېواده ووځي.
 
خو اشرف غني احمدزی چې د خپلې کامیابۍ لپاره هیله من دی؛ وايي چې، خپلو امنیتي ځواکونو ته د نړېوالې همکارۍ د تضمین لپاره حاضر دی چې؛ د خپلې دندې په لومړۍ اوني کې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.
 "
زه ژمن یم چې د خپلې دندې په لومړۍ اونۍ کې به امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړم؛ البته هیله مند یم چې موږ به بریالي یو. دلیل یې دا دی چې، ملي امنیتي ځواکونه د نړېوالې همکارۍ لپاره او هم د منابعو چې بشري او تجهیزات دواړه په کې راځي؛ تضمین ته اړتیا لري او دا له امنیتي او دفاعي تړون څخه ترلاسه کیدای شي."
 
اشرف غني احمدزي دا څرګندونې پرون له هرات ولایت څخه په واشنګټن کې له اتلانتیکي شورا سره د سکایپ له لارې کړي دي.
 
نوموړي دغه راز د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لخوا له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل؛ چې دا پرېکړه د افغان ځواکونو د لا چټکي روزنې لپاره ګټوره ده.
 "
تر دې وینا دمخه عامه پوهاوی داسې و؛ چې زموږ د پوځ په عمده برخو او تشکیلاتو کې به د متحده ایالاتو حضور تر یوې لسیزي دوام وکړي. اوس دغه وخت دوو کلونو ته رالنډ شوی. دا زموږ د اړیکو یو د پام وړ نوی تعریف دی او دا په دې مانا دی چې، موږ د خپل تجهیز او روزني پروګرامونو ګړنديتوب ته اړتیا لرو. یوې داسې تګلارې ته به ورسیږو چې؛ په هرو درېیو میاشتو کې به موږ دې ته اړتیا ولرو چې؛ په خپلې ادارې او مدیریت کې د پام وړ اصلاحات راولو."
 
وړاندې ولسمشر کرزي له متحده ایالاتو سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کولو ډډه کړې ده؛ خو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو بل کاندید او د اشرف غني احمدزي د دوهم دور انتخاباتو سیال عبداله عبداله هم ویلي چې؛ د بریا په صورت کې به دغه تړون له امریکا سره لاسلیک کوي.
  
ښاغلي عبداله ته هم اتلانتیکي شورا ته د وینا بلنه ورکړل شوې ده.
 
بل خوا د امریکا دغو پلانونو د وسله والو طالبانو او القاعده داسې ادعاوې راپورته کړې چې؛ وايي، متحده ایالات په افغانستان کې د دایمي اډو په هڅه کې دي چې؛ د ښاغلي احمدزي په وینا، دا په دې مانا دي چې؛ په راتلونکو دوو کلونو کې به د سولې پر بهیر اصلي تمرکز وي.
 
د افغانستان د راتلونکي ولسمشرۍ کاندید اشرف غني دغه راز ژمنه وکړه؛ د ګاونډي پاکستان په څېر نورې لا ښې سیمه ییزې اړیکې به پالي.
 
نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو ته په اشارې وویل؛ چې دغه دواړه هېوادونه کولی شي؛ د دوهمې نړېوالې جګړې راوروسته د فرانسې او جرمني په څیر ډیالوګ پر مخ یوسي. دی وړاندوینه کوي چې، دواړه هېوادنه به د سیمې د ثبات ستون وي.
 
ښاغلي احمدزي دغه راز په خپل هېواد کې د اقتصادي پیاوړتیا څرنګوالي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې، بنیادي اصلاحات به راولي او دغه راز یې د کار موندنې په برخه کې پر خپل پلان ټینګار وکړ.
 
دی وايي، د خلیج هېوادونو په څیر د نورو هېوادونو مستقیمې پانګونې به جذب کړي 

     
ازادي راډیو.