په راتلونکې اوونۍ کې به د خیبرپه نوم پسرلني عملیات پیلوو- طالبان


د طالبانو سخت دریځې ډلې نن اعلان وکړ چې له راتلونکې اوونۍ څخه به په افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي.
د طالبانو د ډلې له یوې خبرپاڼې سره سم د خیبر په نوم په دې عملیاتو کې به د ځانمرګو بریدونو او نفوذي حملو په شمول له راز راز مدرنو عملیاتي تاکتیکونو څخه کار واخیستل شي.
طالبانو ویلي چې په دې عملیاتو کې به بهرنیان، د هغوی جاسوسان، پوځي او ملکي قراردادیان، ترجمانان او دغه راز د افغانستان د دولت جګپوړي چارواکي، د کابینې او ملي شورا غړي، د عدلیې وزارت او سترې محکمې غړي، څارنوالان او قاضیان په نښه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي :« دخیبرپه پوځي عملیاتو کې له پرمختللیو محاربوي تجربوڅخه کار اخیستل کیږي، کفرځپونکي استشهادي عملیات، د دښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه، دغلیم  لوی اونسبتا خوندي مرکزونه په درنو وسلواو لیري وییشتونکو توغندیو ویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو په تجمعاتو مخامخ تهاجمي تعرضونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.»
طالبانو دغه راز ویلي چې دا عملیات، چې د ثور په ۲۲ مه/ مې ۱۲/ پیلېږي، د دوی تکړه او مسلکي ماهرانو طراحي کړي دي.
طالبان هر کال خپلو جنګي هڅو ته یو ځانګړی نوم ورکوي او په ترڅ کې یې نه یوازې افغان او بهرنیو ځواکونو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اړوي بلکې زیات ملکي افغانان هم وژني.
د ملګروملتو د راپورونو له مخې په سلو کې تر ۸۵ زیات ملکیان د وسله والو طالبانو په حملو په تېره بیا د سړک د غاړې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي.
د طالبانو په تازه اعلامیه کې پر ځانمرګو او نفوذي بریدونو تاکید شوی خو د سړک د غاړې د بمي چاودنو یادونه نه ده شوې.
پرون هم په هرات کې ۹ تنه ملکیان د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

دتاند له ویپاڼې څخه