ځنډنیو مصریانو څنګه د هرم لویې او درنې ډبرې لیږدولې - ددې پوښتنې ځواب وموندل شو

د (ګیزا) پیرامید یا هرم چې دمیلاد نه مخکې ،د2589  او 2504 ترمنځ جوړ شویدی

دنویو څیړونو له مخې،داسې جوتیږي چې ،ځنډنیو مصریانو به ،چې پیرامید یا هرامونه یې جوړکړیدي، ددې لپاره چې د بیدیا او صحراپه اوږدو کې د ډبرو ډیر درانه بلوکونه ولیږدوي،نو د هغې ریړۍ یا وسیلې په وړاندې به یې اوبه پاشلې او شګه به یې ورته لمدوله، چې دغه لویې او درنې ډبرې به یې پکې وړلې،ترڅو هاهغه په سانه سره ولیږدولی شي.  

د امسټرډام د پوهنتون فزیک پوهانو دهغو قواوو په اړه چې د بیدیاد شنګو پرمخ دغو درنو ډبرو د لیږد رالیږد لپاره ورته اړتیا وه، ترڅیړنو لاندې ونیولې او دایې جوته کړه چې،د ریړۍ یا راکښونکې وسیلې په وړاندې د شنګو په لمدیدو سره به د شګې دمخ د اصطکاک یا مقاومت کچه راکښته کیده او ریرۍ به په اسانۍ سره وړاندې تله. دغو څیړنو د ډیرې اوږدې مودې د دې لوی راز په اړوند پوښتنې ته ځواب وموند چې:څنګه مصریانو کولای شول چې، په ظاهره ناشونی کار ترسره کړي او نامتو هرامونه جوړکړي.    

 څیړونکو ددې لپاره چې، دغه راز ته ځواب ومومي، پخپله ځنډنیو مصریانو ته رجوع وکړه. د دیجی هوتیهوتیپ د لحد پر دیوال باندې په انځور کې ،چې تر میلاده نولس سوه کاله پخوا  جوړ شویدی، یو سل او دوه اویا کسان ښودل شویدي چې د رسیو او پړیو په وسیله چې ریړۍ پورې تړل شویدی، ریړۍ راکاږي.  په انځورکې یو کس لیدل کیږي چې د ریړۍ مخې ته ولاړ دې او پر شګو اوبه تویوي. همدا انځور د امسټرډام دپوهنتون فزیکپوه ډانییل بون ته د لارې رڼاشوه .