عجیبه ده زموږمینه :
*******««««««««««««
لیکنه : زیب منتظرمسید
*******««««««««««««
لیکنه : زیب منتظرمسید
ډیرموده کیده چې له خپل هیواد، خپل ولس اوخپلې مېنې سره مې
زموږ دمینې او محبت په اړوند پکراو سوچ کوه : ولې موږ له خپلې مېنې او ولس سره
مینه کوو؟. رښتیامینه کوو که دا مو اوریدلي دي چې سړی باید دخپل هیواد او ولس سره
مینه وکړي ؟! . زموږ دمیني ښکاروندوی کوم شی دی ؟ او ځانګړتیا یې کومه ده ؟.
زه پکرکوم چې ددنیا پرمخ به یوازینی ولس یا وګړي چې تربل هر چا ډیر ،دخپلې خاورې او هیواد په وړاندې، پر ځای او بې ځایه د مینې او احساساتو یا جذباتو اظهارکوي، هغه به افغانان وي. موږ افغانان چې کله د خپل هیواد او ولس نوم اخلو، نو سوال نه پیدا کیږي چې ورسره د(ګران) کلمه ونه نښلوو. ان تردې پورې چې کابل خوپه جان بدرګه کوو، چې داپخپله یوه عجیبه خبره ده ، ځکه چې جان خلک د ژوندي شي لپاره کاروي ، دښار یا خاورې لپاره به دنړۍ په پرمخ هیچاهم دغه کلمه نه وي کارولی. خو خیر موږ افغانان په هر ډګرکې ځانګړي یو.
ما د ډیرو نورو هیوادونو او ولسونو وګړي لیدلي ، ورسره ناسته ولاړه مې کړیده، خو کله مې هم نه دې لیدلي او نه اوریدلي چې هغوی دې دخپل هیواد یا ولس نومونه په هغو تودو، اوله احساساتو ډکو او لوړو الفاظو چې موږ یې کاروو، بدرګه کړي وي . ددغو کسانو په منځ کې دداسې هیوادونو وګړي هم وو چې په عمل کې یې دخپل ولس او هیواد سره مینه اومحبت ثابت کړي دي. خپل هیوادونه یې د ودې او پرمختګ لوړو پوړیو ته رسولي ، د خپل ولس لپاره یې دهوسا او نیکمرغه ژوند لارې اوارې او پرانیستې دي.
موږ،چې د هیواد او ولس په وړاندې دمینې او محبت نارو سورو مو د نړیوالو غوږونه کڼه کړيدي ، دخپل وطن لپاره څه کړيدي؟

هرهیوادوال دخپل وس سره سم ، ددې هیواد په ورانولو،د ولس په ځورولو او کړاو کې اګاهانه یا غیراګاهانه خپله برخه اخیستې ده . شایدځینې کسان زما پرخبرو نیوکه وکړي او راته ګوته وڅانډي چې ګواکې داسې نده ، لاکن راځی چې په عمل کې وګورو: که موږ د خپل هیواد او ولس سره مینه خو پرځای پریږدﺉ ، لږ غوندې همدردي او زړه سوی هم درلودی ، نو زموږ هیواد به همداسې ړنګ بنګ، وران ویجاړ اوله پښو غورځیدلی وای ؟. که موږدخپل ولس سره مینه درلودی ، نوهغه به داسې بې وزله ، ځپلی ، بې وسه او بدمرغه وای؟ . هرګزنه ...!!داښه ده چې ګاونډیان اونړیوال شته ، ترڅو خپله ملامتي اوپړه دهغو پر اوږو ور واچوو، که دوی نه وای نو موږ به دخپلې کمزورۍ اوبې احساسۍ لپاره کومه پلمه ، ماسک او مخپټونی لټاوه ؟!!
ماتل هڅه کوله چې زموږ د هیواد او ټاټوبي، زموږ دکړیدلي ، ځوریدلي اوبې وزله ولس په وړاندې زموږ افغانانو دبې سارې مینې ،محبت!!! او زموږ د احساساتو لپاره یوه بیلګه ، یوه تشریح او یو چوکاټ پیداکړم، خو پدې نه وم بریالی شوی. کله ناکله به مې د خپلو بچیانو سره د پیشو دمینې کیسه ذهن ته راغله چې وایې پیشو خپل بچیان دمینې له مخې، په خوله کې کله یوه ځای اوکله بل ځای ته وړي چې په وړو راوړو کې ورنه مړه شي. خودغې کیسې به هم ورسره ډډه نه لګوله، ځکه چې پیشو په ناپوهۍ او غلطۍ کې دخپلو بچیانو د مرګ لامل ګرځي ، موږخو په غټ لاس او قصدا خپل کور ورانوو او خپل ورور وژنو، خپلې میندیې بورې او خپلې خویندې کونډاوو...
پرون په ښارکې روان وم . مخامخ دسړک بلې غاړې ته یوڅوماشومان ، چې په خپلو منځو کې یې لوبې هم کولې ،تیریدل . ددوی له منځه یوه جنۍ چې کیدای شي د اوو، اتو کالو به وي ،د هغو ونو،بوټو لورته ورغله چې دسړک په غاړه ، دښارد ښکلا لپاره کرل شوي دي . دونې تنکۍ تنکۍ څانګې یې راماتې کړې، ځینې یې پرهمغه ځای کې پرځمکه وغورځولې او یوه یې چې لږ غوندې لویه وه ، په لاس کې ونیوله او په داسې حال کې چې هغه یې دهوا خواته پورته پورته کوله ، په ترینجکو شوه او دا سندره یې هم په لوړغږ ورسره بدرګه کوله :
دا زموږ زیبا وطن
دا زموږ لیلا وطن ...
ددې صحنې په لیدو سره مې سمدلاسه دخپل وطن او ولس په وړاندې زموږ افغانانو د مینې او احساس انځور په ذهن کې راغی. له وطن او ولس سره زموږ مینه او محبت هم دهغې جنۍ دڅانګې ماتولو او بیا په لوړ غږ د وطن په باب سندرې ویلوته ورته ده . موږهم په سندرو،بدلو او خبرو کې ددې وطن ،ددې ولس سره دمینې نارې وهو،خو په عمل کې د هغه څانګې ماتوو.
داسې ښکاریده چې داجنۍ دښونځي زده کونکې وي،او دا سندره به یې هم په ښونځي کې زده کړې وي ، ښونکي به ورته ښودلې وي .
دې جنۍ ته خو ښوونکي په سندرو کې ،په خبرو کې د وطن نوم یادول ،د ګران ټکی ورسره تړل او د هغه سره د مینې څرګندول، هرومرو ور ښودلي وو او دا ښه کار هم دی ، لاکن شاید دا به یې نه وو ور زده کړي او ښودلي چې وطن یاني څه او د وطن سره مینه څه ته وايي ؟!!
دابه یې نه وو ورښودلي چې،وطن یوازې خړو خاورو ته نه وايي ، بلکه هرهغه څه او هغه څوک چې پدې خاوره کې اوسیږي ، ژوند کوي اوپرته دي ،هغه د وطن اجزا دي ،دوطن سره دمینې مطلب دادی چې دهغه له هرڅه سره باید مینه وکړو، د هغو خلکو سره چې پدې وطن کې اوسیږي ، دهغو ونو،بوټو سره چې پدې وطن کې شنه دي او دا وطن ورباندې ښکلی او سمسور دی،ددې وطن د هوا سره ، ددې وطن د سپیرو غرو،رغو، دښتو، بیدیا او کاڼو،بوټو سره مینه وکړو. دوطن ښکلا دخپل کور او ځان ښکلا وبولو ، دوطن نیک نومي او بدنومي دخپل ځان وبولو اوخپله نیکمرغي دهغه په نیکمرغي پورې تړلې وګڼو.
که زموږښوونکي او مشران خپلو زده کونکو او ماشومانو ته دغسې ښوونه او روزنه ورکړې وای ،نو زه باور لرم چې زموږ یو افغان به دکوچنۍ موضوع په سر د بل افغان ورور وینې نه تویولای،ځکه چې دخپل ورور ، انسان دوینې په قدر او قیمت به پوهیدای، دخپل کورګندبه یې په کوڅه کې نه غورځولای، ځکه چې کوڅه به یې دخپل کور په شان ،دخپل ځان دشتمنۍ یوه برخه ګڼلای . زموږ زړونه به دکرکې نه پاک وای، ښارونه او کوڅې به مو دنورو پرمختللیو هیوادو دښارونو او کوڅو غوندې پاک اوپيجو وای . دیوبل خبرې ته به مو غوږ ایښودای، یوبل به مو زغملی . بل ته به مو هم دشخصي نظرد لرلوحق ورکولای،بیابه نو دیته هم اړتیانه وای چې نورو ته دځان ښودلو لپاره په هرځای او هره خبره کې، پرځای اوبې ځایه دهیواد او ولس سره د (ګران )یا(عزیز) ټکې وتړو، ځکه چې په عمل کې به موهرڅه په ډاګه کړي وای او ان که موږ چاته ویلای هم چې د وطن سره مینه نه لرو، هغوی به راسره نه منلی ، ځکه چې زموږ کړه وړه ، زموږ د وطن ابادي او سمسورتیا ، زموږ د ولس نیکمرغه او هوسا ژوند به ګواهي ورکولای چې موږ دخپلې خاورې ، خپل وطن اوخپل ولس سره مینه لرو.
د(ګران) افغانستان دابادۍ
او(ګران) افغان ولس دسوکالۍ په هیله