راشي ماښام

راشي ماښام ...
له خپله ځانه سره ...
تورې تیارې راولي
په اسمانوکې بره
بیادرڼو
ستورو او سپینې سپوږمۍ
دجل اوبل اتڼ پیغام راوړي
نوی الهام راوړي
هغومئینوهیلمنو
زړوته
چې دناپوهې اوناترسې زمانې له لاسه
دخپلې مینې محبت اواحساس
په رڼاورځ اوپه جوته ژبه
خواله،اقرارنشي کړای
بیان،اظهارنشي کړای
له خپلې مینې ځاریدلی نشي
غیږکې نیولې نشي
هم ښکلولې نشي
ماښام په خپله تکه توره اوتیاره لمن کې
بیا
د وصال ،دیدن امکان راوړي
ورته دعشق مینې
سامان راوړي
راشي ماښام ...
خپلې خیرنې اوسپېرې لمن کې
چاته دخوند
او رنګ میلې راولي
د
هیلو ورکې قافلې راولي
چاته په خپلو
دواړو تورو اوږو
د
ارمانونوجنازې راولي
چاته خوندونه راوړ ي
چاته دردونه راوړي
راشي ماښام ...
له خپله ځانه سره ...
ماته دتاخوږه یادونه راوړ ي
چې به مې ناسته وې په مینه ترڅنګ
دهغه وخت ،ګړۍ خوندونه راوړي
ستادلیدلو
ارمانونه راوړي
لکه سور
اورچې سوزوي مې ز ړګی
دبیلتانه ترخه غمونه راوړي
راته دردونه راوړي
راشي ماښام ...
خو!
زه (منتظر)بس دهغه ماښام یم
چې له خپل ځانه سره ...
زمادې توراو
دې تیاره جهان ته
دبیلتانه په اورکې سوي کورته
زماسپیره جهان
لږشان رڼا
راولي
بس له خپل ځانه سره
محبوبې تاراولي


5/11/2006
اسلام اباد