په سپیره وچه بیدياکې
پدې کنډکپرصحراکې
دحالاتو په ګرداب کې
د ليوانو په غوغاکې
چې اوښبان يې لت پت پروت وو
دصحرا وحشي ليوانو
څه ګيدړو،څه هم سپيانو
وو ډاړلی ،څيرې کړی
لارنيونکو غلو غديو
وه لوټ کړې تالاکړې
ګوره !
غه لار ورکې بې څښتنه
قافله ناهيلې نشوه
پدې سختو سرو غرموکې
خړو دوړو اوګردوکې
دمرګ، ژوند مقابله کې
دتوپان مجادله کې
بدې شپې یې وزغملي
ناکردې يې وګاللې
خولمن يې دژوندکلکه
وه نيولې پرې يې نښوه
تسلیم نه شوه لاخوځيږي
لاخوساپکې چا ليږي
ارمانونه يې ژوندي دي
هيلې زړه کې يې خوندي دي
په خپړو پرڅنګلو
په تڼاکو پښومنګلو
دمنزل په لورخوځيږي
دجرس غږمې ترغوږشو
داسې ښکاري ،مالوميږي
خپل منزل ته نژدې شوي
دوی ضرور به رارسيږي
(منتظر) يې انتظارکړي
ورته ناست دی هوسيږي
دوی
ضروربه رارسيږي
دوی
ضروربه رارسيږي