پوهيږم چې دازړه مې په بلاوراړوي
چې سترګې تنکوپيغلوته په غلاوراړوي
تقديريې دعاجل ليکوال په توروټکوليک دی
(مسيد)يې خامخابس په اشناوراړوي
زروارې کړم توبه چې دساقي
لورته به نه ځم
خوشمړی غم دهجرمې بيابياوراړوي
ماويل زړه به کړم صبرنوربه ښکلوته نه ګورم
جادولري چې پام مې په خپل خواوراړوي
په عشق کې (منتظر)پاتې ترهيچاشاته ندی
مجنون اودفرهادنه پښه آ خواوراړوي
22.8.2008
پيښور