ضیاالحق امرخیل له خپلې دندې استعفا وکړه

دانتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا رئیس ضیاالحق امرخیل  نن خبریالانو ته وویل چې  استعفا یې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر کړی ده.

امرخیل وویل چې د ځینو کاندیدانو له خوا ورته د پیسو  وړاندیرونه شوي وو او هم پرې نور فشارونه راوړل شوي وو خو ده نه دا وړاندیزونه ومنل او نه هم ګواښونو ته تسلیم شو.

امرخیل د انتخاباتو په ورځ د کابل د پولیسو سره دده جنجال د خپل ځان په وړاندې یوه دسیسه وګڼله.

همداشان امرخیل دده په اواز د یکشنبې په ورځ د یو کاندید عبدالله عبدالله د
انتخاباتي کمپاین د ټیم له خوا خپور شوي اواز هم یوه دسیسه وبلله.

د
انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ریس احمد یوسف نورستاني د کاره د امرخیل ګوښه کیدل د هغه په خپله خوښه اقدام وګنه وویل چې امرخیل پرته د کوم فشار نه استعفآ کړی ده.

 د جمهوري ریاست د یو کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سره د خپلو اړیکو د بیرته ټینګولو لپاره یوه غوښتنه د کمیسیون د دارلانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل د کار نه د ګوښه کیدل و.

همداشان عبدالله عبدالله  ددغه کمیسیون نه د انتخاباتو په ورځ  اوه میلونو نه د زیاتو رایو د اچولو په باب او په نا امنه ولایتونو کې ددغو ولایتونو د اوسیدونکو د شمیر نه په ټاکنو کې د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم په وینا په زیات شمیر د خلکو د ګډون په باب وضاحت غوښتی وو.

دا لا معلومه نه ده چې د امرخیل ددی پریکړي وروسته به عبدالله عبدالله دغه کمیسیون سره بیرته کار پیل کړي او که نه؟

امریکاغږ/ پښتو