عبدالله عبدالله بېرته د انتخاباتو د کمیسیون له چارواکو سره خبرې پيل کړي

دازادۍ راډیو دخبر له مخې د جمهوري ریاست کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله بیرته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره خبرې پيل کړي دي.
 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وایي؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د چارواکو او د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله ترمنځ مخامخ ملاقات ته دوی زمینه برابره کړه.
 د دې دفتر ویاند نظیف الله سالارزي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه ملاقات د سه شنبې په شپه وشو او دواړو لورو یو له بل سره نظرونه تبادله کړل.
 "په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي تیره شپه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون او د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله ترمنځ د مخامخ ناستې زمینه برابره کړه او دا زمینه برابره شوه، چې خپل نظریات یو له بل سره تبادله کړي."
 د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله تیره چهارشنبه وویل؛ چې د انتخاباتو په دواړو کمیسیونونو بې باوره شوی او هغه مهال یې خپلې اړیکې هم له دې کمیسیونونو سره وځنډولې او ټول څارونکي یې له کمیسیونه وایستل.
 عبدالله عبدالله هغه مهال وویل، ترڅو، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیالحق امرخیل دنده ونه ځنډول شي؛ کمیسیون د ۷ میلیونه رایه ورکوونکو په اړه معلومات ورنه کړي او پاکې او ناپاکې رایې سره جلا نه کړي؛ د کمیسیونونو کارونه ورته د منلو وړ نه دي.

خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم غړي وایي؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مشر ضیاالحق امرخیل له استعفی وروسته یې بیرته د انتخاباتو له کمیسیون سره خبرې پیل کړي دي.
 د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویاند فاضل سانچاره کي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دوی تراوسه د انتخاباتو له کمیسیون سره کومې نهایي نتیجې ته نه دي رسیدلي؛ خو زیاتوي چې خبرې او اړیکې به یې دوام پیدا کړي.
 "په دې خبرواترو کې د انتخاباتو د ستونزو په اړه بحث وشو؛ وویل شول، چې دغه خبرې به دوام پیدا کړي، تراوسه کومې مشخصې نتیجې ته نه یو رسیدلي، یوازې ویل شوي، چې د نظرونو تبادله او غونډې  به دوام کوي، تر څو وکولای شو یوې نتیجې ته ورسیږو."
 عبدالله عبدالله او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکو دغه ملاقات د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازي یان کوبیش په کور کی کړی دی.
 په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور هم د سه شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټیم نه وغوښتل، چې خپل څارونکي بیرته کمیسیون ته ور ولیږي، ځکه د ده په خبره د څارونکو نه ورتګ ته نوره بهانه نه ده پاته.
 خو د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وایي، چې تراوسه یې یوازې یو شرط منل شوی او ترڅو یې، چې نور شرطونه هم ونه منل شي، د انتخاباتو کمیسیون به یې قناعت تر لاسه نه کړي.