یوناما
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د دارلانشا د مشرپه توګه، د ضیا الحق
امرخیل کارونه ستایلي او د هغه استعفایې د انتخاباتو په بهیرکې د اعتماد جوړونې
لپاره یو مثبت ګام بللی.
دازادۍ راډیو دخبرله مخې ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستدویه ماموریت یا یوناما پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د درالانشا د ریس ضیا الحق امرخیل د استعفا ته په افغانستان کې د سیاسي واک د تاریخي انتقال د بهیر سره د مرستې د یو ګام په سترګه ګوري.
دې ادارې د ولسمشرۍ د څوکۍ له دواړو کاندیدانو غوښتي چې د نوموړې د استعفا وروسته په بشپړه توګه د انتخاباتو بهیر ته داخل شي، له انتخاباتي کمیسونو سره همکاري او پریکړو ته یې درناوی وکړي.
د یوناما خپره شوې اعلامیې کې د امرخیل د پریکړې ستاینه شوې او ویل شوي نوموړې د دې لپاره چې په انتخاباتي پروسه کې د بې باورۍ کوم سبب پاتې نه شي ملي ګټي پر شخصي ګټو لوړې وبللې.
یوناما د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د درالانشا د مشر په توګه د ضیا الحق امر خیل کارونه ستایلي او ویلي دي نوموړې د خپلې مسلکي تجربې له مخې مرسته وکړه چې؛ د ده د کارپه موده کې د انتخاباتو چارې تر پخوا ډیرې ښې او پرمختللې تنظیم شي.
بل خوا د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام د ټیم یو ویاند حمیدالله فاروقي د دوشنبې په ماښام په کابل کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال د امرخیل پریکړه د نوموړي زړورتیا وبلله او هیله یې وښوده چې د ښاغلي امرخیل استعفا به د انتخاباتو د پروسې مخکې تګ ته لاره هواره کړي او مقابل ټیم ته چې د نوموړې د استعفا غوښتنه یې کوله به د پروسې د تحریم نورې پلمې پاتې نه شي.