کله چې د انتخاباتو دویم پړاو ترسره او درایو
شمیراو انډول هم کابو جوت وو، اما سره لدې د پایلو د اعلان د پاره کابو یوه نیمه
میاشت وخت وټاکل شو، نو دفیسبوک دوستان به شاهدان وي چې ما دیوې لیکنې په ترڅ کې
خپله اندیښنه ددوستانو سره شریکه کړه ،هغه داچې دپایلو داعلان لپاره دومره اوږده
موده ټاکل خو به ددې په مانا نه وي، ترڅو د جوړ جاړي لپاره کافي وخت ولري. هسې خو زه
لا دهغې ورځې راهیسې انديښمن وم، له کومې ورځې چې د ډاکټرصیب د ټیم سره د ځینو
بدنومیو او د ملت ناخوښو کسانو یوځای کیدل پیل شول. ماویل بیا لکه چې دتیرو
دیارلسو کالو په څیر، دیوه سهامي شرکت خواته روان یو ، نه د یو ځواکمن او له هر
ډول پساد او بډیې خورونه پاک حکومت او نظام په لور.زما اندیښنه هغه وخت په زیاتیدو
شوه،کله مې چې د ډاکټرصیب او دهغه د دوه مرستیالانو تر څنګه څلورم کس هم په
بینرونو او تصویرونو کې ترسترګو شو. پوه شوم چې اوبه ورو ورو ګنده کیږي.دا مې هم
راپه یاد شول چې ضیاسعود صیب خو څه موده وړاندې د مونیخ په غونډه کې دپیل وینا هم کړې
وه او په افغانستان کې د فډرالیزم کلک پلوی وو، چې زموږ دوستانو به ورباندې د وطن
دتجزیې تورونه لګول، اما اوس ورته بیا د ملي وحدت اویوالي دسمبول لقب ورکوي. وډار
شوم نه چې موخه د ځواک او څوکۍ څخه وی، له هرې لارې او دهر چا په مرسته او ملاتړ
چې وي.
خو کله چې مې وروسته له اوږدې چوپتیا نه ،هغه ورځ د ډاکټرصیب
اشرف غني وینا ولیده او واوریده، نو اندیښنه مې ورو ورو په باور بدلیدله . په
فیسبوک کې مې خپله انديښنه دکنایې په توګه څرګنده کړه چې« مار چیچلی له پړي نه هم
ویریږي».
هو ماته د ډاکټرصیب ددې خبرې نه چې ویل یې له هیچا سره یې د پوسټ او څوکۍ ژمنه نده کړې، پرته له محترم ضیامسعود سره ، چې اساسي قانون به ترمیموي او مسعود صیب ته به هم د مرستیال څوکۍ ورکول کیږي. بس سمدلاسه مې دغه متل په ذهن کې را وګرځیده چې : « تا چې څپ وهلې ، زه پوه شوم چې وربشې دي ».

دغه خبره هغه اشرف غني احمدزي وکړه چې نه یواې زما
بلکې دټول ملت دهیلو او امیدونو سترګې دده
په لور غړیدلې. داخبره هغه چا وکړه چې تر دې دمه یې ویل چې باید په افغانستان کې
ترهرڅه دمخه اساسي قانون ته درناوی وشي، خو دی پخپله راپورته کیږي، دیو کس لپاره
چې نه پوهیږم د ملت او هیواد په برخلیک کې به کوم مثبت یا منفي رول ولري کنه، همغه
د درناوی وړ اساسي قانون ترمیموي.
اوس
خو دغه دی اوازې دي چې ډاکټرصیب اشرف غني دمحترم قانوني سره لیدنه کتنه کړیده او
داسې ښکاري چې دکوم جوړ جاړي پرسر سره خبرې اترې کوي. جوړ جاړی یې موږ ټولو ته
مالوم او جوت دی. دملت او هیواد دښیګړې لپاره جوړجاړی نه کوي ،بلکې پوسټونه او
څوکۍ به سره ویشي . دملت برخلیک به سره ویشي.
خو محترم اشرف غني احمدزی صیب باید داپه یاد ولري چې، ملت خپله پریکړه دجوزه په څلیرویشتمه کړیده ، ملت هغه چاته رایه ورکړې چې په راتلونکې کې یې پرې دخپل برخلیک باور درلود. هغو کسانو ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ ،چا چې دتیرو څو لسیزو په اوږدو کې دهمدې ملت په برخلیک لوبې کړیدي، دغه ملت یې د هرډول خوښۍ او خوشالۍ نه بې برخې کړیدی. ددغه ملت په وینو یې ځانونو ته بنګلې او پلازاګانې جوړې کړیدي . که ته (ډاکټرصیب اشرف غني احمدزی) ددغسو کسانو سره چې ملت ورته شا ور وګرځوله ، بیا جوړجاړی وکړې ، هغوی یوځل بیا دملت پر اوږو بار او سپاره کړې ، نو ملت به خپله وروستۍ هیله او باور له لاسه ورکړي او سبا به په رښتوني او حقیقي وطنپال او ولسپال کس هم باور ونکړي.
زموږ هیله له تاسو محترم نه داده چې ، دولس باور او اعتماد د یوڅو کسانو چې د هیواد او ملت په برخلیک کې پرته له منفي ، هیڅ ډول مثبت رول نشي لرلی ، د رضایت او پخلاینې ، قربانی نکړﺉ او له هر ډول جوړجاړي نه ډډه وکړﺉ.
په درنښت
زیب منتظرمسید