غزل


سترګو پرې کړې داسې چل خو نه دی
لیونی هغسی، بدل خو نه دی
تـا حسن غر زما د عشق په بحر
هغسی پروت دی له څه حل خو نه دی
چې پکې نه وي ډک د مينې زړګی
یو تور لحد دی څه ګوګل خو نه دی
تـا غوندی خلک دلته په کاڼو اولي
د عقل ښار دی څه ځنګل خونه دی
دا چې ټټر يې د تمغو نا ډک دی
د قام قاتل دی څه اتل خو نه دی
چې به سر ټيټ کړي ظلم جبر لره
زما د خاورې داسې ګل خو نه دی
چې چنګیزیان به روغ رمټ تری لاړ شي
د پښتانو داسی درشل خو نه دی
چې به کچکول په تاج او تخت بدل کړي
زما سعود دومره پاګل خو نه دی