نن د پکتیا والي او د ډاکټر اشرف غني
د ټیم پر غړي، جمعه خان همدرد وسلوال برید شویدی. د والي د ساتوونکو او وسلوالو کسانو
ترمنځ د یو ساعته جګړې په ترڅ کې، د والي دوه تنه ساتوونکي وژل شوي او درې تنه ژوبل دي؛ په برید کې، همدرد روغ
پاتې شوی دی.
راپورونه وايي چې برید د مزاشریف ښار
په امنیتي کمربند کې شوی .د امنیتي کمربند مسولو پولیسو ویلي چې ،همدرد خپل موټر ونه دراوه ځکه یې پرې ډزې کړي او دواړو خواوو ته
مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د والي ویندوی روح الله سمون
رسنیو ته وویل، نن تر غرمې مخکې په یوولس بجې پر جمعه خان همدرد هغه مهال برید وشو
چې نوموړي غوښتل له مزارشریف ښاره کابل ته لاړ شي.
د
پکتيا د والي جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون بي بي سي ته ويلي، چې د کابل-
مزار پر لويه لار په ښاغلي همدرد وسلوال بريد شوی دی. ښاغلي سمون وويل په دغه بريد کې چې په بلخ
ولايت کې شوی د جمعه خان همدرد دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
ښاغلي سمون زیاته کړې :بريد د هغو کسانو له لوري وشو، چې د پوليسو يونيفورم يې اغوستی وو.خو د بلخ امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي ويلي دغه نښته د جمعه خان همدرد او د کابل مزار د لويې لارې د ساتونکو ترمنځ شوې ده.
د جمعه خان همدرد وياند روح الله سمون د بريد پړه پر چا نه ده اچولې او ويلي يې دي چې د پوليسو له پلټنو وروسته به معلومه شي، چې بريد چا کړی دی.د بلخ امنيتي ځواکونه وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او معلومه به کړي، چې د پېښې اصلي لامل څه وو، او دغه پېښه څنګه رامنځته شوه.