دازادۍ راډیو دخبر له
مخې ،د افغانستان د ملي امنیت شورا، د هغو موافقو د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې؛ په
دې وروستیو کې د رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ یو افغان هییت په اسلام اباد کې د پاکستاني
چارواکو سره کړې دي.
له بلې خوا ارګ په یوې
خبر پاڼې کې د ولسمشر کرزي د هغه لیک جزییات خپاره کړي چې؛ په سیمه کې د ټروریزم
سره د ګډې مبارزې لپاره؛ پاکستاني لورې ته د افغانستان شرطونه په کې په ډاګه شوي.
له ټولو ټروریستي ډلو
سره له توپیر پرته مبارزه او د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي، د ټروریزم خلاف د افغانستان
او پاکستان د ګډې مبارزې لپاره د ولسمشر حامد کرزي لومړي شرطونه دي.
پاکستاني چارواکو ته د
ولسمشر کرزي په استول شوي لیک کې چې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په خپل
وروستي سفر کې د هغه هیواد چارواکو ته سپارلی؛ همدارنګه ویل شوي چې، د ټروریزم پر
خلاف ريښتني مبارزه هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې؛ په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
د ولسمشر کرزي په لیک
کې دې هدف ته د رسیدو لپاره له پاکستان څخه غوښتل شوې دي؛ چې باید ټول هغه طالبان
چې د سولې پلویان دي؛ له بنده ژر تر ژره خوشې کړي او د افغانستان د سولې په هکله
دې رېښتنې هڅې پيل کړي؛ څو د سولې خبرې پیل شي.
د ترویستانو د ځالو او
مرکزونه له منځه وړل هغه که هر چیرې وي؛ په لیک کې د ولسمشر حامد کرزي بل شرط دی
چې پاکستاني لورې ته یې وړاندې کړی دی.
ولسمشر کرزي، همدارنګه
له پاکستاني لوري غوښتي چې؛ پر افغانستان دې د توپونو ډزې بندې کړې او غوښتنه شوې
ده چې، د ټروریزم خلاف د افغانستان او پاکستان د دې ګډې مبارزې سره باید د سیمې د
لويو هېوادونو لکه چین او هند هڅې همغږې کړای شي؛ ځکه د افغان لورې په وینا، دوی
هم ټروریزم زیانمن کړي دي.
افغان ولسمشر همدارنګه
وړاندیز کړی دی؛ د ټروریزم خلاف مبارزې د ښه پرمخ وړلو، د پړاوونو د تعيينولو، د
همغږۍ د رامنځ ته کولو او اړیکو ټینګولو د تنظیم لپاره باید یوه د لارې نقشه جوړه
شي.
له ارګ څخه خپره شوې
خبر پاڼې پاکستان ته د یو هییت په مشرۍ د رنګین دادفر سپنتا سفر د دې ګډې مبارزې
په ترڅ کې د لومړي ګام په توګه یاد کړی دی.
د خبر پاڼې په وینا په
دې سفر کې دغه هییت له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د پورتنيو شرطونو پر عملي
کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.
په خبر پاڼې کې دا نه
دي ویل شوي چې؛ پاکستاني لورې د دې شرطونو په اړه څه ځواب ورکړی؛ خو پرون د ولسمشر
حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت د شورا په غونډه کې اسلام اباد ته د ښاغلي سپنتا په
مشرۍ د هییت سفر او د پاکستان د صدراعظم او نورو چارواکو سره لیدنې کتنې مثبتې
وګڼل شوې او په دې سفر کې یې د دواړو خواوو تر منځ د شویو موافقو پر عملي کیدو
ټنګار وکړ.