ولسمشرۍ دټاکنو د دویم پړاو داسلامي جمعیت کاندید عبدالله عبدالله نن
په خپل درېیم مطبوعاتي ناسته کې وویل : موږ له کمیسونونو څخه دښاغلي
امرخیل دګوښه کولو سربېره ځینې غوښتنې درلودې ،چې پوره نه شوې نو سر له
همدې شیبې دټاکنو کمیسون هر ډول پریکړه او کړنه دمنلو نه ده او که هر څه
پیښیږي مسوولیت به یې دکمیسون او ولسمشر پر غاړه وي .
نړیواله ټولنه،چې دعبدالله عبدالله پریکړې حیرانه کړې ده نوموړي پرې
غږ وکړ ،چې خپله بيطرفي وساتي او دا باید ثابته کړي او له دې موضوع سره دې
سطحي چلند نه کوي ځکه کومې لاسته راوړنې ،چې موږ یې لرو دا دخلکو دقربانۍ
او دشهیدانو دوینو برکت دی.
عبدالله په راتلونکې دهر ډول ائتلافي حکومت دجوړولو خبره رد کړه ، خو
روهي ویبپاڼې ته یوې باوري سرچینې ویلي دي عبدالله په حکومت کې دونډې
غوښتنه کړې ده،چې دتحول او تداوم له لورې رد شوې ده .
له روهي ویبپاڼې څخه
له روهي ویبپاڼې څخه