د
افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی جیمز ډابینز
وايي چې د افغانستان د انتخاباتي لانجې د هواري او په هېواد کې د ګډوډیو د مخنیوي
په خاطر باید ایتلافي حکومت جوړ شي.
بلومبرګ خبري اژانس لیکلي چېنوموړي په
واشنګټن کې د اسیايي ټولنې په یوه کنفرانس کې د جولای په نهمه نیټه ویلي چې په
افغانستان کې د ګټوونکی کاندید له خوا د ټول سیسټم په واک کې نیول عملي انتخاب نه
دی.
دازادۍ راډیو دخبرله مخې، ډابېنز په باور د ملي مشارکت حکومت
چې ټول اړخونه په کې شامل وي د ښه حکومت لپاره ضروري دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د
جمهوري ریاست کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د جولای په
اوومه نیټه د لومړنیو نتیجو له اعلان وروسته لانجو زور واخیست.
عبدالله د بریا ادعا کوي او وايي، چې
په لومړنیو پایلو کې چې اشرف غني ترې مخکی دی یو میلیون رایې یې تقلبي دي.
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو
وزیرجان کري د جولای په یولسمه یعنې د جمعې په ورځ د افغانستان د انتخاباتي لانجې
د حل لپاره دغه هېواد ته راشي.