اشرف غني: ما او عبدالله عبدالله موافقه کړې، چې د رايو تر شميرلو وروسته به ګټونکی د ملي وحدت حکومت رامنځته کوي
د جان کيري، ډاکتر اشرف غني
او عبدالله عبدالله تر منڅ له څو ساعتوته مذاکراتو وروسته، د خبرو اترو پايلې دمطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په
ډاګه شوې.
د روهي دویب پاڼې له قوله، په مطبوعاتي کنفرانس کې لومړی جان
کيري خبرې وکړې، چې مهم ټکي يې په دې ډول دي:
دواړو غاړې پر دې سلا شول، چې ټولې
رايې به له سره شميرل کيږي او دغه پروسه به په راتلونکې ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې پيل کيږي. له
نورو ولایاتو نه به هم ایساف د رايو صندوقونه کابل ته انتقالوي او دلته به تفتيش
تر سره کيږي. په دغه پروسه کې، به د دواړو کانديدانو ناظرين او همداراز د ملګرو
ملتونو پلاوی هم شامل وي.
د جان کيري په وينا، چې دغه پروسه به
څو اونۍ دوام وکړي، له همدې کبله له جمهور رييس حامد کرزي نه غوښتنه شوې، چې د
لوړې مراسمو نېټه شا ته وغورځول شي.
وروسته له هغې، چې رايې وشميرل شي،
ګټونکی به اعلانيږي او د ملي وحدت حکومت د جوړيدلو لپاره به لاره هواره شي.
جان کيري زياته کړه، چې دواړه
نوماندان وطنپرسته دي او غواړي، چې افغانستان متحده پاتې شي.
په پای کې جان کيري، له کانديدانو
هيله وکړه، چې خپلې څرګندونې وکړي او هر څوک، چې غواړي لومړۍ دې خبرې وکړي خو
ډاکتر اشرف غني له عبدالله عبدالله نه هيله وکړه، چې لومړی خبرې وکړي.
عبدالله عبدالله له خلکو مننه وکړه،
چې دوه ځله يې سږ کال په ټاکنو کې برخه واخيسته او يادې خبرې يې تاييد کړې،
چې موافقه يې کړې ده.
ډاکتر اشرف غني احمدزي د دغو خبرو
هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې سیاست تجارت نه دی او بايد د خلکو رايو ته احترام
وشي. له افغان ملت نه يې هيله وکړه، چې د ټاکنو پايلو ته په حوصله او سړه سينه صبر
وکړي؛ دا د افغانستان د ملي يووالي او ثبات لپاره اړينه ده، چې رايې وڅېړل شي.
څېړنې به سل په سلو کې د ټولو رايو کيږي او دا به د نړيوالو معيارونو پر بنسټ تر
سره شي.
ډاکتر غني زياته کړه، چې ما او
عبدالله عبدالله موافقه کړې، چې د رايو تر شميرلو وروسته به ګټونکی د ملي وحدت
حکومت رامنځته کوي.
ډاکتر غني له ولسمشر کرزي نه غوښتنه
وکړه، چې د رايو د تفتيش لپاره يوه موده پکار ده نو هيله يې دا ده، چې د لوړې
مراسم شا ته وغورځول شي.