د العربيه خبري رسنۍ د
رېپوټ له مخې، ابوبکر البغدادي د داعش ډلې مشر، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په
کابل کې، د (( جبهه اسحاق)) د ډلې د غړي په توګه د ډلې دننه دنده درلوده.
يادې ډلې د مولوي اسحاق
په مشرۍ، په بګرام کې د القاعده تر مشرۍ لاندې د پوځي صفوفو ماموريت مسووليت پر
غاړه درلوده.
په کابل کې يوې امنيتي
سرچينې، چې د خپل هويت له څرګندولو سره يې مخالفت درلود ويلي، چې ابوبکر البغدادي
له ۱۹۹۶ ز کال نه تر ۲۰۰۰ ز کال پورې، د ابو مصعب الزرقاوي
سره په ګډه فعاليت درلود.
يادې سرچيني ويلي، چې
هغه مهال نوموړی په کابل کې د وزير اکبرخان مينې په ۱۱ سرک کې له يو شمېر عرب جنګياليو او
طالبانو سره په ګډه اوسيده.
دا خبر په داسې مهال جوتيږي، چې په افغانستان کې ځينې سياسي فعالين او امنيتي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان پولې سره څېرمه هم دغه ډلې په فعاليت پيل کړی او کيدی شي، رېښې يې په پاکستان کې دننه وي.
دا خبر په داسې مهال جوتيږي، چې په افغانستان کې ځينې سياسي فعالين او امنيتي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان پولې سره څېرمه هم دغه ډلې په فعاليت پيل کړی او کيدی شي، رېښې يې په پاکستان کې دننه وي.
دغه اندېښنه وروسته له
هغې نوره هم زياته شوې، چې په قباييلي سيمه کې د ((تحريک خلافت)) په نوم يوې ډلې، په دې
نږدې وختونو کې د داعش مشر البغدادي ته بيعت کړی دی.
د پاکستان دولت هم
وايي، چې د داعش ډله يوه ډيره سختدريځه ډله ده او د افغانستان او پاکستان په پوله
کې فعاليت کوي.
سرچینه : روهي ویب پاڼه