مسلمیار د انتخاباتي مرڼې د حل په موخه د جان کري منځګړیتوب خواشینی کړیدی


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایي، د خواشینۍ ځای دی چې، د افغانستان د انتخاباتي لانجو د حل لپاره امریکا منځګړیتوب وکړي.
د دې جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د مشرانو جرګې د نن ورځي په غونډه کي وویل؛ هغه خواشینی دی چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د افغانستان د انتخاباتو برخلیک ټاکي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان پرون دې ته وهڅول چې په خپلو کي موافقه او انتخاباتي ستونزه حل کړي