له افغان کاندیدانو د پاکستان، چین او روسیې غوښتنه



پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«اسلام اباد هیله لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په اړه ټولې مسلې په سوله ییز ډول تعقیب او د رغنده خبرو له لارې او د افغانستاتن د اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.
پاکستان ویلي چې په افغانستان کې انتخاباتي مسایل د دغه هیواد کورنۍ مسله ده خو اسلام اباد د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د دوهم پړاو انتخاباتو د ابتدايي پایلو له اعلانه خبر دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان یووالی، ثبات او مځکنۍ بشپړتیا د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمه ده او په دې حساس وخت کې، چې افغانستان د واک لېږد په حال کې دی، د پاکستان دولت او ملت د افغانانو ملاتړ کوي.
روسیه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې له هر هغه اقدامه ځان وساتي چې حالات خرابولی شي او تر هغو صبر وکړي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روانې میاشتې په پای کې د ولسمشرۍ نهايي نتیجې اعلانوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:«موږ پر دواړو کاندیدانو ږغ کوو چې د رایو څېړل کېدو او د روان جولای په ۲۲ مه د انتخاباتو د نهايي پایلو اعلان ته انتظار وباسي.»
روسیې همداراز هیله څرګنده کړې چې د انتخاباتو په اړه جنجال په سوله ییز ډول حل شي.
چین
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون وویل چې باید د افغانستان انتخاباتي پروسه بشپړه شي څو دا هیواد خپلو هیلو ته ورسېږي.
ده د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو هم وغوښتل چې د درغلۍ په اړه د کاندیدانو شکایتونه وڅېړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پیکینګ تل د باثباته، امن او سوله ییز افغانستان ملاتړ کړی دی.
تر دې مخکې ملګروملتو، امریکا او بریتانیا هم د افغانستان د انتخاباتي چاینلونو له لارې د انتخاباتي جنجالونو او شکایتونو د حل کېدو غوښتنه کړې وه او د زور او پټکو له لارې واک ته رسېدا یې د نه منلو بللې وه.
د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله ویلي چې انتخاباتي کمیسیونونه نه مني او که هغه رایې چې دی یې ناپاکې بولي باطلې نه شي ممکن موازي حکومت جوړ کړي.

د عبدالله نژدې متحدانو، لکه د بلخ والي عطا محمد نور ویلي چې نور عبدالله عبدالله خپل ولسمشر بولي او ځان د نوموړي اطاعت کولو ته ملزم بولي.

سرچینه : تاند ویب پاڼه