کرزی صیب بخشه دی وي



موږه افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمیرتیرونې کړیدي. موږ بیلابیل مشران درلودلي دي، ډیرو لږو یې د وطن او ولس لپاره کار کړیدی او زیاترو یې پداسې حال کې چې د وطن او ولس له غمه بې غمه وو، یوازې دځان او خپل واک د ساتلو او اوږدولو لپاره زیار ایستلی دی . موږ دهغو کابو ټولو په هکله وروسته ترهغې قضاوت کړیدی، کله چې دوی لدې نړۍ نه سترګې پټې کړیدي او نور یې نو ، نه خوزموږ ښه ویلو او نه هم بدو ویلو ته اړتیا درلودلې ده . زموږ په اړه دا خبره مشهوره ده چې »ژوندي مو ښه نشته او مړي مو بد«. موږ چې کله څوک ومري، بیا ورته دعاکوو چې »خدای دې یې وبخښي« ، خو په ژوندونې یې په کاڼو ولو او ښیراوې ورته کوو. دا زموږ عادت دی او وايي چې علت ورک کیږي خو عادت نه ورک کیږي . تاسو هم استثنا نه یاست  او له نیکه مرغه ژوندی یاست نو باید چې له موږه ستاینې  او دعاګانو هیله ونکړئ .
کرزی صیب ، تاسوته ،چې کابو دیارلس کاله وړاندې،دیوې له ګواښه ډکې لوبې
لوبغاړی شوی اولوبه داسې  پلان شوې وه چې: دلوبې دتنظیمونکي یا ډایریټر لخوا لومړی،  بیړۍ چې پکې موږ سپاره وو، ورانه ویجاړه، کنډ کپرکړی شوه او بیا د  توپان  منځته ورټیل وهل شوه. تا سو ته  د هغې ورانې ، ویجاړې، کنډ کپر، سړو تودو وهلې  او نیمې ډوبې شوې بیړۍ ،سره د سپارلیو، د بچ کولو او تر غاړې او ساحل پورې د روغ رمټ رسولو وړاندیز وشو او تاسو دغه  ستونزمنه، له خنډونو او پیچومو ډکه دنده او ذمه واري پخپله غاړه واخیسته او هغه مو ومنله. نو باید ه وو چې کلکه مو ملاتړلې وای، هر څه مو پرځان منلي وای او دغه بیړۍ مو د توپان له منګلو ژغورلې او روغه رمټه غاړې ته رسولې وای.  دا ستاسو لپاره یوه ډیره ستونزمنه او له کږلیچونو ډکه لوبه او ازموینه  وه چې،  باید په میړانه او بریالیتوب  سره مو ترسره کړې وای.
دلوبې د ټاکل شویو اصولو له مخې، دلوبې تنظیمونکي  له تاسو سره په بیړۍ کې هغه څیرونکي او داړونکي لیوان او شرمښان هم کینول،چې همدغه ډوبیدونکې بیړۍ یې تر دې حالته را رسولې وه  او سپارلیو ترې سرټکوه او غوښتل یې چې ترې هر څه دمخه ورته د دوی نه  باید نجات ورکړی شي.خو دتاسو لپاره بیا د لوبې دتنظیمونکي لخوا په بیړۍ کې دهغوی شتون او ساتل یو شړط
ایښودل شوی او ټاکل شوی وو،  ځکه چې د لوبې د ترسره کولو لپاره ، دلوبې تنظیمونکي هم تاسو او هم دوی ته اړتیا درلوده. نو تاسو اړ وئ چې دبیړۍ د خلاصون لپاره  د تنظیمونکي دغه شرط هم ومنئ  او دبیړۍ د خلاصون او ساحل ته د روغ رمټ رسولو لپاره  مو هلې ځلې پیل کړې . ددې لپاره چې هم تاسو اوهم دموږ د بیړۍ سپارلۍ د ګواښ سره مخامخ نشي، وږي او داړونکي لیوان او شرمښان مو وداړي ، تاسو مجبور وئ چې ، هغوی په نس ماړه وساتئ . شاید همدا لامل وو چې هم تاسو او هم موږ ، تر ډیره بریده  دهغوی له شر او زیان نه  خوندي پاتې شوو.  له بلې خوا د توپان ډوبوونکې څپې وې چې هره ګړۍ یې تاسو او ستاسو بیړۍ  د ساحل نه لیرې کوله او ساحل ته د نژدې کیدو په لاره کې یې خنډونه او ستونزې را ولاړولې .
تا
سو به د لیوانو،شرمښانو ،توپان او د لوبې د تنظیمونکي نه سرټکوه او هغه به دې زموږ د بدمرغۍ سرچینې بللې، خو موږ به بیا تاسو دهغوی یوه برخه بللی  او ویل به مو چې همدا تاسو هغوی او دهغوی لوبه پر موږباندې را تپلي ده . تاسو به تل زموږ له غمه نارې سورې وهلې، خوموږ به د ټولو ناخوالو او بدمرغیو لامل ته ګڼلې . تاسو به زموږ د بچیانو په غم لړلي حالت اوښکې تویولې، خو موږ به ویل چې » هسې ډرامې جوړوي « . تاسو به د فساد نه سرټکوه، خو موږ به همدا ته د هغه جرړه بللې .
خو کرزی صیب
باید چې له موږنه خوابدی او  خپه نشې ، رانه ګیله ونکړې او رانه کرکه ونکړې ‎، ځکه، موږ چې غم رټ ځپلي وو، دړدیدلي او کړیدلي وو، غم او ویر مو په نغري میلمه وو، خوښي اوخوشالي رانه اخیستل شوې وه ، خندا او مسکه مو له شونډو تښتول شوې وه ، نور مو نو ذغم په زړه کې نه وو پاتې ، نوغوښتل مو چې هر څومره چې کیدای شي، دومره ژر لدې ناورین او بدمرغۍ نه خلاصون و مومو، ساحل ته ورسیږو ، دلیوانو او شرمښانو له منګلو خلاص شو،دنورو وګړو او ولسونو په څیر دخوند او خوښۍ ژوند ولرو، دبچیانو پر شونډو مو مسکه راشي، میندې مو نور  دخپلو بچیانو په ویرکې دسر ويښته ونه باسي، ناوې مو د کونډتوب په لمبو کې ونه سوزي،  بچیانو مو په هدیرو کې د خپلو میندیو او پلارونو پر لحدونو اوښکې تویې نکړي ، نو ځکه خو مو لا تاسونه شاید تر بریده زیاتې غوښتنې او توقعات هم درلودل .
موږ چې د لوبې له شرطونو او اصولو نه بې خبره وو، نو شاید ستاسو ستونزې او مجبوریتونه مو هم نه لیدل او نه شو احساسولای.
خو کرزی صیب، همدا
تاسو وﺉ چې د لیوانو او شرمښانو د ګژوی کولو(اهلي کولو) هڅې دې وکړې. میږې ، لیوان، شرمښان او ګیدړان دې په یوه دسترخوان سره راټول کړل او ګډ ژوندکول دې  ور زده کړل. هغوی چې د تاسو تر راتګ دمخه ، د یوبل د وینو تږي وو، منګولې یې تر تخرګونو پورې د یو بل په وینو سرې وې، یوبل یې نشو زغملای، یو بل ته یې غوږ نه ايښوده، زړونه یې دکرکې او نفرت نه ډک وو،تا ورته زغم ور زده کړ، حوصله دې ور زده کړه او دیو بل درناوی او پوهاوی دې ور زده کړل . شاید تاسو غوښتل چې موږ دتل لپاره له دغو لیوانو او شرمښانو څخه په امان کړﺉ، نوځکه  خو به لږ وخت او فرصت ته اړتیا وه. تاسو به تل ویل چې « موتل جنګونه ګټلي دي، خو په سیاست کې مو تل بایللې ده، ما پریژدﺉ چې داځل ورسره سیاست وکړم  او په سیاست کې ورنه میدان وګتم» ، خو موږ بیا هم ستاسو په تدبیر پوه نشو او نه خو هڅه وکړه چې ځانونه پرې پوه کړو. ، تاسو زموږ له دښمنانو سره ،دټوپک په خوله نه، بلکې دسیاست او پوهې له لارې مقابله وکړه. تاسو غوښتل چې خلکو او ولس ته دهغوی اصلیت ور وښيې او ولس پخپله راپورته شي او دتل لپاره دهغوی غاښونه له خپلو غوښونه وباسي .
هو کرزی صیب ، همدا
تاسو وﺉ  چې دخلکو سپکې سپورې ، تودې ترخې ، ګیلې او نیوکې دې په ډیره حوصله او سباڼه واوریدلې، وزغملې او وګاللې، لکین مایوسه نه شو، خواشینی او خوابدی  نه شو ، له خپلو هلو ځلو لاس په سر نشو . ځکه چې تاسو پوهید چې موږ د څولسیزو جګړو ځپلي یو، کړیدلي او دړديدلي یو،د خونړۍ توپان د خونړیو څپو په منځ کې راګیریو،  د بارودو تورو لوګیواو لوخړو مو ذهنونه تیاره کړیدي، سم قضاوت نشو کولای، د توپونو ،ټانکونو او بمونو درازه او غړمبار مو غوږو درنه کړيدي دتاسو غږ سم نشو اوریدلی  . ستړي شوي یو، ستومانه یو، بې حوصلې او بې ذغمه شوي یو او غواړو چې په یوه ورځ کې، په یوه اوونۍ کې او په یوه میاشت کې د څولسیزو ورانیو، ظلم او زور، تباهي او بربادۍ دتوپان نه ووزو او نور نو ونه کړیږو، ونه وژل شو، دخپلو بچیان، خپلو میندو  اوپلارونو او خپلو زړه ته رانژدې کسانو په ویرکې کینو او پرسرخاورې باد نکړو ، بلکې دنورو ولسونو په شان، له خوښیو اوخوشالیو ډک، هوسا او سوکاله، ژوند ولرو، سمسور او اباد، غوړیدلی او پرمختللی هیواد ولرو.
تاسو له یوې خوا نه ،بلکې له هرلوري او هرخوا څخه ترفشاراو ګواښ لاندې وې،خو د ټولو سره دې په نره ډغره ووهله او  ورته تسلیم نشوې .له نیکه مرغه ، کرزی صیب، لکه څنګه چې درته دنده درکړل شوې او تاسو ذمه واري اخیسته وه، پداسې حال کې چې نن ورځ  هغه لیوان او شرمښان  یو،یو په اوبو کې په ډوبیدو دي، هغه ورانه ویجاړه ، کنډکپر، د توپان په منځ کې راګیره بیړۍ مو ساحل او غاړې ته نژدې کړیده او نن یا سبا به ساحل او غاړې ته ورسیږي . 
موږ دتاسو په ژمنو او وعدو باور نه درلوده، ستا سوهر ې کړنې ته مو د شک په سترګه کتل ، خو تا سوکابو ټولې ممکنې ژمنې پرځای کړې، تاسو زموږ کورته ډموکراسي او ولسواکي راوسته،زموږ دخوښۍ اوسوکالۍ لپاره مو لاره اواره کړه  او دا دی د افغانستان په تاریخ کې به د لومړي ځل لپاره ، په سوله ایزه توګه د واک د لیږد د بنسټ ډبره هم کیږدئ  ، دتل لپاره به دزور او ټوپک له لارې پر واک او ګدۍ باندې د پرلتۍ وهلو دود او دستور له منځه یوسﺉ او راتلونکو نسلونو ته ،زموږ بچیانو ته به دنوي ژوند اونوي باب  دبنسټ ډبره کیږدﺉ. ،
اوس چې تا
سود خپل وس سره سم ، خپلې ژمنې ترسره کړې ،دوطن په تاریخ کې مونوی باب پرانستو،موږهم باید خپل سوچ او خپل عادتونه نوي کړو او ددې پرځای چې ستاسو ستاینه ،ستاسو په نه شتون کې وکړو، راپورته کیږو اوغواړو چې  په ژوندونې ستاسو دټولو کړیو ښیګړو او هلو ځلو ستاینه، نن ستاسوپه شتون کې وکړو، د درناوی سردرته ټیټ کړو او ویاړ درباندې وکړو.
له خپلو ټولو احساس لرونکو، وطنپالو او ولسپالو هیوادوالو او وطنوالو نه  په هرځای کې چې دي، هیله کوم چې تاسو ته  دتاسو دخدمتونو په بدل کې ، دمننې او قدردانۍ په توګه  داسې یو لقب درکړي  چې دتاسو وړتیا ولري  او زما په  پکر به دغه وړ او ستاسو د خدمتونو ښکارندوی لقب  د « په افغانستان کې د ډموکراسۍ دپلار » لقب وي .
په ډیر درنښت او مینې سره
ستاسو دعاګوی
زیب منتظرمسید

10/07/2014