ارپایي ټولنې د ډاګټراشرف غني احمدزی او ډاکټرعبدالله ترمنځ دهوکړې هرکلی کړی



اروپایي ټولنې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دواړو کاندیدانو تر منځ د توافق هرکلی کړی دی.
دغې ټولنې په یوې خپره کړي خبرپاڼې کې د اشرف غني او عبدالله د رایو د بیا تفتیش او د ګټونکي کاندید له خوا د یو ملي یووالي د حکومت د جوړولو د تصمیم ستاینه کړې ده.
په همدی حال کې د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان په انتخاباتي پروسه کې د پرمختګ هرکلی کړی دی.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ویلیم هیګ له قوله لیکلي؛ چې هغه د د افغانستان د خلکو د ملي ګټو په نظرکې نیولو سره د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دواړو کاندیدانود توافق مبارکي ویلې ده.
ښاغلي هیګ همدارنګه د انتخاباتو د ګټونکي د ژمني هرکلی کړی چې؛ د ګټلو په صورت کي به د ملي یووالي حکومت جوړ کړي.