ناټو نه پوهیږي چې په راتلونکې غونډه کې دګډون لپاره دافغانستان په استازیتوب چاته بلنه ورکړي

د ناټو مشران هیله لري چې راتلونکې میاشت د دوی په سرمشریزه کې د افغانستان نوی ولسمشر ګډون وکړي خو په افغانستان کې د انتخاباتو نتیجه لا روښانه شوې نه ده.

د تړون ځینو چارواکو ویلي چې دوی نه غواړي چې حامد کرزي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي ځکه چې د ښاغلي کرزي د واک قانوني دوره بشپړه شوې ده.

د ناټو چارواکو دا هم ویلي چې ممکن هغه څوک وروبلي چې د دوی په باور د افغانستان استازیتوب کوي.

د اشرف غني احمدزي ټیم ویلي، تر څو چې د دوی کاندید د انتخاباتو په نتیجه کې ګټونکي اعلان شوی نه وي، د ناټو په غونډه کې ګډون نه کوي خو د عبدالله عبدالله ټیم ویلي چې د دې ملاتړ کوي چې دواړه کاندیدان دې د ناټو غونډې ته لاړ شي.

د ناټو مشران راتلونکې میاشت په خپله مهمه سرمشریزه کې د افغانستان پر حالاتو په داسي حال کې خبرې کوي چې د ناټو پوځیان له افغانستانه د وتلو په حال کې دي.

خو دوی ته لویه پوښتنه دا ده چې په دې سرمشریزه کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي ځکه چې د افغانستان د انتخاباتو په نتیجه کې ګټونکی ولسمشر تراوسه پوري اعلان شوی نه دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان لا هم د رایو د تفتیش په جنجال بوخت دي.

لوېدیځوالو هیله لرله چې په افغانستان کې به قدرت په ارامه فضا کې انتقال شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړي پړاو څلور ورځې تېرېږي خو لا هم حامد کرزی، چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې ده، په ارګ کې دی او واک په لاس کې لري.

دیپلوماتان وايي چې ښايي د ناټو د مشرانو غونډې ته، چې د سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بریتانیا د ویلز ایالت په سیلټیک منور کې جوړېږي، حامد کرزی وروبولي او یا هغه څوک دعوت شي چې د افغانستان استازیتوب کولی شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې په سرمشریزه کې د ولسمشر کرزي ګډون تخنیکي ستونزې پېښوي ځکه چې د افغانستان په اساسي قانون کې د نوموړي د واک دوره پای ته رسېدلې ده.

د کرزي ګډون د امریکا متحد ایالتونه هم خوابدي کولی شي ځکه چې کرزي ورسره په امنیتي موافقه کې مخالفت کړی.

که امنیتي موافقه، چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو یې د لاسلیکولو ژمنه کړې ده، لاسلیک نه شي، باید ټول نړیوال پوځیان د سږ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

رویټرز خبري اژانس ته یوه دیپلومات، د نوم د نه څرګندېدو په شرط، ویلي چې ناټو نه غواړي چې د دوی غونډه کرزی ورخرابه کړي.

له افغانستانه د ناټو پوځیانو د وتلو په حال کې وسله والو طالبانو حملو ته زور ورکړی او نه یوازې ملکیان وژني بلکې پر بهرنیو مرستندویانو هم یرغلونه کوي.

په داسي یوه حالت کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اوسنیو سیاسي لانجو حل ته چټکه اړتیا پیدا کېږي خو داسي لږ نښه ښکاري چې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دې جوړجاړي ته غاړه کښېږدي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی طاهر زهیر وویل:«موږ هیله لرو چې د انتخاباتو مسله به د ناټو تر سرمشریزې پوري حل شوې وي. که لانجې دوام وکړ نو دا به زموږ او نړیوالې ټولنې لپاره لویه اندېښنه وي.»

ده په عین حال کې وویل:«نوی ولسمشر باید د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي، خو که د انتخاباتو نتیجې څرګندې نه وې او موږ ته د ګډون بلنه راکړای شوه، موږ به پکې برخه وانخلو ځکه چې دا به شرموونکې وي.»

خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عبدالله عبدالله د دې پلوی دی چې دواړه کاندیدان یا یې استازي د ناټو په غونډه کې د افغانستان له لوري ګډون وکړي.

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي وویل:«دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر امنیتي موافقه ژر لاسلیک کړي. وخت مهم دی او سرمنشي (د ناټو) په زغرده ویلي چې له قانوني موافقې پرته ناټو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د روزنې ماموریت پر مخ نه شي بېولی.»

ټاکل شوې وه چې د افغانستان نوي ولسمشر د اختر په پنځمه لوړه په ځای کړې وای او د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه منتخب ولسمشره بل ته په سوله ییز ډول واک لېږدلی وای.