د ۱۲۱ اولادنو دپلار په خلاف دڅو میرمنو دلرلوپه تور محکمه :


دکاناډا په اوتاوا ښارکې دیوې عیسوي فرقې د مشرچې څلریوشت وادونه یې کړي او یوسل او یوویشت اولادونه لري، دقانون نه دسرغړونې په تورکې محکمه پیل شوې.
د ولنسټن بلیک مور نومي کس ترمشرۍ لاندې فرقه دکاناډا ترواک لاندې،برتانیوي کولمبیا کې میشته ده چې، دڅو لسیزو په اوږدو کې، دخپلو شکمنو کړنو له کبله د وګړو دشک او بدګمانۍ لامل ګرځیدلې ده . پرموربلیک باندې د یونه دزیاتو وادونو دلرلو تور پورې ووچې، دکاناډا په قانون کې جرم ګڼل کیږي.
ددې فرقې دروایاتو له مخې،دتنکي عمرجناکۍ مذهبي مشر ته ور ولي،ترڅو نوموړی ورسره خپل وخت تیرکړي او عیاشي وکړي . تردې وړاندې، ددې ډلې یومشرد ماشومانو سره د نامشروع جنسي اړیکو دلرلو په جرم نیول شوی وو. نوموړي د کم عمره ماشومانوسره د واده کولو جرم هم ترسره کړی وو. اوس مهال د مور بلیک ترڅنګه، دهغه بل ملګری جیمزاولرهم دناقانونه څلورو میرمنولرلو په جرم، مجرم ګڼل شویدی.