دیوناما مشر دواړو نوماندانو ته د رایو د پلټنې په اړه ورستي مالومات ورکړل



دافغانستان لپاره  د ملګروملتود سرمنشي  ځانګړي استازي یان کوبیش ،نن  داګسټ په یو دیرشمه نیټه ، د ولسمشرۍ لپاره د دواړو نوماندانو، لیدل کتل وکړل .
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما خبر ورکوي  چې یان کوبیش په دې کتنه کې، چې د نوماندانو په غوښتنه وشوه، دواړو لوریو ته  د جون د څوارلسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو د پلټنې او بیا شمېرنې په بهیرکې د شوي پرمختګ په اړوند  معلومات ورکړل.
دا پداسې حال کې ده چې دعبدالله عبدالله ټیم د رایو د پلټنې له بهیرسره خپل بایکاټ کړیدی  او دهغو دپایلو دنه منلو دړکې یې کړیدي.
د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرمنشي ځانګړي استازي ښاغلیو غني او عبدالله ته د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ملګروملتو دپلټونکیو  د معلوماتو له مخې، د رایو د پلټلو  د بهیر په باب وروستي معلومات ورکړل .
ویل کیږي چې ، پدې لیدنه کتنه کې، په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز کنینګم هم ګډون درلود.
دا پداسې حال کې ده چې  راپورونه وایي ، د اجرايي د رييس د صلاحیتونو  او واک پر سر د دواړو نوماندانو ترمنڅ اختلافات لا اوار شوي ندي .دعبدالله ټیم د اجرایې درییس لپاره د زیاتو صلاحیتونو او واک غوښتونکي دي.