د عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري د رایو د پلټنو او باطلولو
له بهیرسره د بایکاټ نه پس د ملګروملتونو دفتریوناما، د اشرف غني احمدزي له
انتخاباتي ټیمه وغوښتل چې د انتخاباتو له
کمیسیونه خپل څارونکي وباسي.
د ملګروملتو یوې سرچینې تاند ته وویل
چې دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې دوی غواړي د دواړو نوماندانو په نشتون کې د
نړیوالو څارونکو په شتون کې دا بهیر په خپله پر مخ بوزي.
د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او
همپالنې ټیم څارونکو نن دا پروسه بایکاټ کړې او څارونکي یې کمیسیون ته نه وو ورغلي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د
عبدالله د څارونکو د نه ورتګ له کبله نن سهار د رایو د باطلولو پروسه ودروله خو له
ډېرو مشورو وروسته دملګروملتودفتر پرېکړه
وکړه چې د دواړو نوماندانو د څارونکو او غړیو په نشتون کې دې د رایو د باطلولو
پرېکړه وشي.
دوی وايي، د نوماندانو د څارونکو په شتون
کې، چې په هره موضوع یې مرڼې او دنګلې کولې، بهیر سم پر مخ نه تلو.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم
پرون ویلي و چې د رایو د باطلولو له پروسې وځي او د انتخاباتو پایلې نه مني. خو
ملګرو ملتونو بیا ویلي چې، که کوم نوماند دا بهیر تحریم یا نه
کړي، دوی به د رایو د باطلولو او پلټنې بهیر ته دوام ورکړي، څو د انتخاباتو پایلې
ژر تر ژره څرګندې او اعلان شي.