پاکستاني پوځ وايي چې دلومړي وزیر نوازشریف نه یې د استعفا غوښتنه نه ده کړې.



نن دپاکستان ګڼو رسنیو خبرخپور کړ چې ددغه هیواد دپوځ لوی درستیز جنرال راهیل  په هغه هیواد کې د سیاسي کړکیچ د اوارۍ لپاره ، د لومړي وزیر نوازشریف څخه داستعفا غوښتنه کړیده .
خو د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې، چې نن ناوخته خپره شوه، ویل شوي چې د پوځ لوی درستیز د نوازشریف نه ورته غوښتنه نده .
تر دې مخکې د پاکستان ډان نیوز تلویزیون او ګڼو نورو رسنیو د باوري سرچینو له خولې  ویلي وو، چې له نوازشریف سره د پوځ د لوی درستیز په اوږدو خبرو کې په دې سلا وشوه چې باید نوازشریف استعفا وکړي اونوموړی  پدې هکله غور کوي .
ډان نیوز دا هم ویلي و چې د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني رييس میا محمد سومرو اسلام اباد ته بلل شوی چې د لنډمهالي حکومت مشري وکړي..
په همدې حال کې د اسلام اباد په سر زون کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د عوامي تحریک د مشر طاهر القادري پلویان له پولیسو سره په اخ و ډب بوخت دي.
ویل شوي چې د مظاهره چیانو شمېر زیات دی او پولیس په شا – شا روان دي. پولیس له اوښلن ګاز او ربړي مرمیو کار اخلي. له شخړو سره په یووخت باران هم اوري.
د اسلام اباد د پولیسو یوه ویندوی محمد نعیم وویل چې د دواړو ګوندونو پر ضد د قانون د شپږمې مادې پر اساس د بغاوت دوسیه پرانیزي.
سترې محکمې د پرېکړې لپاره قاضیان وربللي
د پاکستان د سترې محکمې ريیس ناصرالملک د دې محکمې له ټولو قاضیانو غوښتي چې فوراً اسلام اباد ته ورشي.
د سترې محکمې ویندوی وايي چې د محکمو ډېر قاضیان په کالنۍ رخصتۍ وتلي دي. ده ونه ویل چې قاضیان ولي په بیړني ډول غوښتل شوي دي. خو نورې سرچینې وايي چې د پاکستان د روان سیاسي حالت په اړه د یوې پرېکړې په خاطر قاضیان وربلل شوي دي.
سترې محکمې ویلي چې د بحران په حل کولو کې رول لوبولو ته تیاره ده.