پاکستاني پوځ د ټلویزیون ودانۍ بیرته نیولې



نن د ورڅې   دطاهر القادري پلویانو د پاکستان درسمي ټلویزون پي ټي وي  ودانۍ  ونیوه او د ټلویزون تخنیکي وسایل یې مات او یوشمیرکارکونکي  یې ووهل او ځینې نور  په خپلو دفترونو کې بند پاتې ول .
وروسته د پاکستاني پوځیانو ډله  سیمې ته ور وغوښتل شوه او ویې کړای شول چې قاریدلي او احساساتي مظاهره کونکي له  ودانۍ وباسي او  د ودانۍ کنټرول  په لاس کې واخلي .
. طاهر القادري د رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل ،  دا ولس دی چې د ټلویزون ودانۍ یې نیولې ده ، نوازشریف باید له خپلې دندې استعفا وکړي او ملي حکومت جوړولو ته لار پرانیزي.
دپاکستان د کورنیو چارو  وزارت  د  پولیسو نه غوښتنه کړیده چې  ژر تر ژره  د ټلویزیون خپرونې بیرته  پر لیکه کړي .