بانکی مون د افغانستان د انتخاباتو ددواړو نوماندانو نه غوښتنه کړیده چې دانتخاباتو پایلې ومني


دملګروملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون دافغانستان دولسمرۍ ددواړو نوماندانو نه هیله کړیده چې، دجولای دمیاشتې په دولسمه نیټه ، ددوی تر منځ د شوي تړون له مخې، دملي یوالي د حکومت د جوړولو په باب خپله موافقه او جوړجاړی بشپړ کړي.
دملګروملتونو د سازمان لخوا په یوه خپاره شوې خبرپاڼه کې ، بانکي مون ټینګارکړیدی چې، دا دافغانستان لپاره یوه برخلیک ټاکونکې ګړۍ ده او په افغانستان کې دستونزو داوارۍ لپاره  ملي مشارکت یو رښتیني حکومت ته اړتیا ده .
بانکي مون په افغانستان کې شتو ننګونو ته په ا شارې سره، زیاته کړیده چې، دواړه خواوې مسولیت لري چې افغانستان د سوکالۍ او سوله ایز راتلونکې په لورې بوځي  او دا کار یوازې په ګډه کیدای شی ترسره شي .
نوموړی ویلي چې،  د جولای په دوولسمه نېټه دواړو نوماندانو تړون وکړچې  د نړیوالو تر څارنې لاندې د ټولو رایو ترپلټنو وروسته به  دانتخاباتو پایلې  مني او د ملي یووالي حکومت به جوړوي .
د ملګروملتو په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې، د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو د انتخاباتو د ټولو رایو د پلټنو کار د روان سپټمبر په څلورمه پای ته رسیدلی او هیله کیږي  چې ډیر ژر به د انتخاباتو پایلې اعلان شي.
سرمنشي هیله څرګنده کړې چې نوماندان به پر خپلو ژمنو ودرېږي، د انتخاباتو پایلې به ومني او دا امکان به برابر کړي چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز توګه د واک لیږد ترسره شي .
دیادوونې وړ ده چې پرون د امریکا دمتحده ایالاتو هم ورته هیله کړې وه او همدارنګه په افغانستان کې هم ګڼ شمیرمدني جوړښتونه او وګړي هم د پایلو د ژر ترژره اعلانیدو غوښتنه کوي.
پرون د امریکا متحدو ایالتونو هم ورته هیله څرګنده کړې وه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کړیده چې  دژمنې سر ه سم به ، نن د جولای په لسمه نیټه دانتخاباتو پایلې اعلانوي .