بسم الله محمدي وايي چې ، ملي پوځ به په سیاسي او انتخاباتي مسایلو کې بې پلوه پاتې شي



د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي ویلي دي چې ، ملي پوځ  به په انتخاباتي او سیاسي مسایلوکې بې پلوه پاتې شي .
بسم الله محمدي، چې نن یې د ملي پوځ  د افسرانو او سرتیرو دفراغیداپه مراسمو کې خبرې کولې، وویل، د ملي پوځ  ځواکونه به هیڅلکه د افغان سیاستوالو تر اغیز لاندې رانشي.
نوموړي زیاته کړې :«په سیاسي مسایلو کې ستاسو پوځ  بې  پلوه دی، په انتخاباتي مسایلوکې بې پلوه  وو او تل مو ټینګار کړی چې پوځ  په سیاست کې لاسوهنه  ونکړي، د افغانستان ملي پوځ  به ،همدارنګه د افغانستان د ملي نوامیسو ساتونکې پاتې کیږي .”
دفاع وزیر همدارنګه د ولسمشرۍ له دواړونوماندانو نه  وغوښتل چې، هرڅومره چې ژر  کېدای شي، یوې سیاسي روغې  ته  دې ورسیږي او په هیواد کې دې د بې ثباتۍ وضعیت پای ته ورسوي.
دا په داسي حال کې ده چې د بلخ والي ویلي چې که د انتخاباتو نتیجې د دوی په خوښه برابرې نه وې، پلویان به یې دولتي ودانۍ ونیسي او د اعتراضونو لپاره به سړکونو ته راووځي.
له بله پلوه، د اصلاحاتو او  همپالنې د ټیم یوه ویاند فضل الرحمن اوریا نن ازادي راډیو ته ویلي چې ،د اشرف غني احمدزي د دوام او بدلون د ټیم له ګډونه پرته به حکومت جوړ کړي.
ده وویل، که د دوام او بدلون ټیم ورسره یوځای نه شو ، منزوي به شي.