غزل - شاهنوارباقر

د خپل وجود نه په سفر وتلی
په کور کې ناست سړی بهر وتلی

زمکه ولاړه ده، اسمان روان دی
ستا په لټون مې چرته سر وتلی

ما خو تصوير له خپله ځانه ويسته
دا خو تصوير له سمندر وتلی

يا خو فرهاد دی، يا غمي لټوي
تيشه په لاس غره ته زرګر وتلی

شوې مې سر تورې د اوږو پرښتې
نن مې د خياله خپل څادر وتلی

باقره شول مې ديوالونه ياران
چې مې د سترګو نه نظر وتلی
شاهنواز باقر