ولسمشر کرايي کور پسې ګرځي

لیکوال :   بريالى روان

څو ورځې وړاندې مونږ د هېواد د ولسمشر حامد کرزي سره ليدنه وکړه ،ليدنه د ارګ په چار چنار ماڼۍ کې تر سره شوه ،دغه ماڼۍ ډيره ښکلې جوړه شوې دماڼۍ مخې ته څلور داسې ونې هم دنګې ولاړې دي چې هر يوه يې پنځه سوه کاله تاريخ لري ، هر ليدونکى چې دغه تاريخي ،لوړې او دنګې ونې له نږدې وګوري  فکر او خيال به يې د پخوانيو شاهانو ،مشرانو  د تاريخي کيسو او داستانونو څخه ډک شي ،ځکه چې هره ولاړه ونه هر ليدونکي ته دا پيغام ورکوي چې دلته ډيرې پاچاهۍ او واکمنۍ تيرې شوې دي.
مونږ يادې ماڼۍ ته دارګ له جومات څخه د ولسمشر سره يو ځاى راغلو  د جومات او چارچنار ماڼۍ ترمنځ فاصله کمه مګر تاريخ ډير اوږد دى ،هر لوري ته په کتو سره د تاريخ پاڼې پرتې دي ،ولسمشر ماڼۍ ته د تګ په لاره کې ولاړو ونو ته په اشارې سره وويل ، دا ډيرې تاريخې ونې دي ،پنځه سوه کاله تاريخ لري ، ډيرې لوړې او ژورې يې ليدلې دي خو لاهم په خپل مکان نېغې ولاړې دي ، د ولسمشر د خبرو په اوريدو سره مونږ هم حيران شو او په تلو تلو کې مو پورته کيدل.
څنګ کې مې يو سپين ږيرى مشر روان وو ، سر يې اسمان ته نيولى و همدا يې ويل توبه خدايه ! توبه خدايه ! دلته به ډيرو پاچاهانو ناسته پاسته کړې وي خو اوس دلته نشته ، خبرې يې په ژبه وې چې د چار چنار ماڼۍ دروازو ته ورسيدو ،ولسمشر له مونږ لاره بېلې کړه ، نوموړى له يوې او مونږ له بلې دروازې يادې مانۍ ته ننوتو.
د زړه خبره ده ماڼۍ ډيره ښکلې جوړ وه ،په هر ديوال يې داسې انځورونه نصب شوي چې ليدونکو ته دافغانستان د تاريخ درس ورکوي ، په ديوالونو انځورونه زيات وو ، خو په ديوال نصب د کابل بالاحصار يو انځور ته ولسمشر په اشارې سره وويل ، دا ډير تاريخي ځاى دى يو وخت دانګريزانو په ولکه کې وو چې بيا مو پسې واخيستل ورپسې يې په ژورو خبرو سره انګريزان ښه وټکول ،د ولشمسر له خبرو داسې څرګنده شوه چې افغانانو يو وخت ښه قوت درلود خو اوس د وخت دښامارانو تر خيټو لاندې ژوند کوي.
ولسمشر د ماڼۍ په منځ کې تر منظمې ناستې وړاندې ، ولاړو خلکو په منځ کې ډيرې تاريخي خبرې وکړې ،هڅه مې وکړه چې ولسمشر ته ډير لنډ ورشم او په دواړو سترګو يې له نږدې وګورم ،ځکه دماشومتوب په دوره کې به مو چې دپاچاهانو او شاهانو کيسې او نکلونه اوريدل نو فکر به مو کاوه چې پاچا حتماُ داسې يو شخص وي چې سره يې اسمان او لاسونه يې سپوږمۍ ته ښه سم رسيږي او که هرچاته پرمخه ورشي له ويرې به مړ شي.
پر همدې نيت مې ولسمشرته دنږدې ورتګ ګام اوچت کړ ، په څو لاسونو راته اشاره وشوه چې نږدې مه ورځه ، پوهانو پخه خبره کړې چې په خيال پسې مه ګرځئ بلکې د ژوند په ټولو چارو کې د درايت ،عقلاينت او واقعيت پراساس عمل وکړئ.
يو څو شېبې وروسته ولسمشر پر خپله چوکۍ کېښناست او مونږ هم د نوموړي مخې ته د اوږد ميز په چوکيو کېښناستو ، زمونږ چوکۍ ډيرې او عادې وې خو د ولسمشر چوکۍ يوه ولې د قدرت رېښې يې ډيرې ژورې او هم ډيرې کلکې وې ، په دې هېواد کې د تاريخ په اوږدو کې زياتو کسانو هڅه کړې چې پر همدې چوکۍ کېښني يا تر چوکۍ لاندې شوي او يايې په خپل سر څو چوکۍ دخپلو ځانونو لپاره جوړې کړي دي.

په اوسني عصر ک
ې د قدرت چوکيو ته درسيدو لارې څرګندې دي ولسمشر حامد کرزى دوه ځلې ولس په خپلو رايو د قدرت تر چوکۍ او د واک تر ګدۍ پورې رسولى دى ، د ارګ دغه چوکۍ اوس د بل هغه چا په تمه ده چې ولس ورته رايه ورکړې او پرې باور يې کړى دى ،نيکمرغي مو دا ده چې اوس دغه چوکۍ د ولس د رايې په ځواک سره ترلاسه کيږي نه د جګړې او ټوپک په ځواک سره ! بدمرغي مو دا ده چې اوس هم په دې هېواد کې په کم رنګ کې داسې جاهلان او لنډ غر شته چې د ولس د رايې پرځاى ټوپک او جګړې ته ارزښت ورکوي او کله چې چوکۍ ته ورسيږي بيا يې پرځان پورې کلکه وتړي چيرته چې ځي هلته يې وړي.
کله چې ولسمشر دناستې برخوالو ته خپلې خبرې پيل کړې ،لومړۍ خبره يې همدا وه چې ډير ژر به قدرت نوي حکومت ته وليږدوي او دافغانستان په تاريخ کې به په لومړي ځل په سوله ييزه توګه دسياسي قدرت دانتقال د تاريخي پيلامې دروازه پرانيستل شي،نوموړي لنډې خبرې وکړې ولې په هره خبره يې تاريخ ليکل کيدلى شي.
د ولسمشر دخبرو اوريدل لوى غوږونه نه غواړي بلکې ژور فکر او تحليل غواړي ، مونږ په ژور فکر او تحليل سره د ولسمشر په خپرو کې ډير څه پيدا کړل ،دا راته څرګنده شوه چې ولسمشر حامد کرزى ډير ځيرک ژور سياستوال دى ،افغانان ښه پيژني ،ترڅو چې ژوندى وي ، تر يوه حده به دقدرت کلۍ ور سره وي،پوه مشر دى ځکه چې ناپوه مشران يې نه مني، هم ښه ميراث لري او هم بد ، بد ميراث يې دا دى چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې يې تر ځان په لنډه دايره  کې ځينې داسې کسان را تاو کړل چې اوس دلستوڼي په لويو ښامارانو بدل شوي دي، که د دغه ښامارانو مخه ونه نيول شي هم به دا ملت وخوري ،هم به ولسيواکي او هم به د ولسمشر د ١٢کلنو لاسته راوړنې د بدنامۍ او بربادۍ په هديره کې خاورو ته وسپاري.
په دغه ليدنه کې مې له ولسمشر واوريدل چې د کورونو کرايه ډير لوړه شوې ده ،داسې  راته معلومه شوه چې نوموړى ارګ پريږدي او کرايې کور نيسي ، سره د دې چې اوريدلي مو وو چې ولسمشر په ارګ کې دخپل ځان لپاره کور جوړ کړى دى ،مونږ په هغه ورځ د ارګ ډيرې برخې وکتلې ولې دولسمشر کور مو پيدا نه کړو ،پوښتنه مو هم وکړه ،ارګ ډير لوى دى ،لويه سينه لري خو له خطر او ويرې ډکه وي چا مو پوښتنه ځواب نه کړه.
د وږي په نولسمه نېټه مې د ارګ په فسبوک پاڼه کې داسې خبر وليد چې ولسمشر دځان لپاره جوړ شوى کور دارګ مېلمستون ته ځانګړى کړ او نوموړى به له ارګ دباندې ژوند وکړي ،ښکاري داسې چې کرايي کور پسې ګرځي ،که نوموړى له ارګ د باندې  مظلوم ملت په منځ کې په کرايې کور کې ژوند وکړي ،د ملتونو په تاريخ کې به لومړى مشر وي  چې خپله به په کرايي کور او دحکومت ټول غړي به يې دهمدې مظلوم ملت په منځ کې په هسکو ،دنګو او لوړو بنګلو کې ژوند کوي.
هيله مو دا ده چې په عادلانه نظام کې له هرچا سره حساب وشي ،خداى پاک ج دې وکړي چې د ارګ هره دروازه د عادلانه نظام د پلويانو لپاره پرانيستي پاتې شي اوهغه کسان ارګ ته ژر داخل شي چې دناکامو دولتونو د کاميابۍ پر راز او د عادلانه نظام دجوړيدو پر اصولو ښه پوهيږي.