یم په صحت دومره خراب نن سبا
هیڅ راته ښه نه دي شراب نن سبا
هیڅ راته ښه نه دي شراب نن سبا
په خوا به ناست وم میخانه کې نشه
ناست یم ماښام کې په محراب نن سبا
ناست یم ماښام کې په محراب نن سبا
ما یک تنها پریږده د خدای لپاره
زه ډیر خفه یمه جناب نن سبا
زه ډیر خفه یمه جناب نن سبا
دومره بې سوره بې خماره یمه
راباندې بد لګي رباب نن سبا
راباندې بد لګي رباب نن سبا
سعوده ډیر بې قرار شوی یمه
زړه کې مې بند دې سور عذاب نن سبا
زړه کې مې بند دې سور عذاب نن سبا
سعود بنګښ