دجمهوري ریاست د ویب پاڼه له مخې د ولسمشرویاند ایمل فیضي ویلي چې د پغمان
ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي او د
هېواد جمهوررئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ
ډول ځنډ ونه کړي.
فیضي زیاته کړه چې د هيواد جمهوررئیس له دغي پیښې څخه له
خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت
ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کونکي ژرترژه پیدا او د قانون منګولو ته دې
وسپاري ترڅو د خپلو عملونو په سزا و رسیږي.
ایمل فیضي وویل چې جمهور رئیس کرزی د هېواد له قاضي القضات او
لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصا تعقیبوي او د دغې پیښې د عاملینو لپاره یې د اشد مجازات
غوښتنه کړې ده.