ولسمشر کرزی په ارګ کې د یوناماد مشر او دامریکې دسفیر سره دانتخاباتو په اړه خبرې کړې



نن د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي  په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړی  استازی یان کوبیش او د امریکا دمتحده ایالاتو سفیر سفیر جیمزکنینګمز ،په ارګ کې خپل حضور ته ومنل او د  انتخاباتو اړوند یې خبرې وکړې .
 دا خبرې په داسي حال کې وشوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دویم پړاو د انتخاباتو د ټولو رایو چاڼ او پلټنې  بشپړې شوې او د شکایتونو کمیسیون هم خپل کار ختمیدو ته نژدې کړی دی . د ارګ نه دخپرې شوې خبرپاڼې له مخې ، په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي او د یوناما مشر یان کوبیش او په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جېمز کنینګمز د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بهیر د وړاندې تګ  د څرنګوالي په اړه ولسمشر حامد کرزي ته مالومات ورکړل.
یان کوبیش وویل : د انتخاباتو د بهیر ځیني وروستۍ تخنیکي چارې لا پاتې دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړې شي او د انتخاباتو پروسه به پای ته ورسېږي .
خو په خبر پاڼه دا ندي ویل چې کومې تخنیکي ستونزې دبهیرپه وړاندې پرتې دي او دغه ستونزې به کله اواریږي.
له دې جلا پرون ملګروملتو ویلي و چې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم به د روان سپټمبر تر لسمې نیټې پوري د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دویم پړاو د رایو د چاڼ ټولې چارې بشپړې شي او پایلې  به اعلان شي.
په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم ویلي چې ممکن د روانې اوونۍ تر پایه د انتخاباتو پایلې اعلان کړي .
داپداسې حال کې ده چې داصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویلي چې عبدالله به سباد تحول او تداوم د ټیم دمشر سره خبرې وکړي او که چیرې ددوی غوښتنې ونه منل شوې ، دوی به دانتخاباتو په اړه خپل وروستی دریځ روښانه کړي .په عین حال عبدالرب سیاف هم ویلي دی چې ، دسیاسی حل نه وړاندې دپایلو اعلان به په هیواد کې ستونزې راولاړې کړي .