دوه ګاونډي

لیکوال : منتظرمسید

وايي دوه ګاونډي ول . لومړی یې لږغوندې تعلیم یافته او پوست مزاجه سړی وو، خو هغه دویم یې شخې شولانګې خوښولې او تل به یې په یوه پلمه بله پلمه دخپل ګاونډي سره مرڼې او جنجال جوړاوه. لومړي ګاونډي به تر وسه هڅه کوله چې شخې شولانګې ونکړي او دخپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري . خو دویم مرڼیجن ګاونډي به تل د لومړي ګاونډي ددې ښو اخلاقو نه ناسمه ګټه اخیسته او پکر به یې کوه چې لومړی ګاونډی ورنه ویریږي ،ځکه ورته څه نه وايي. خبره تردې بریده ورسیده چې مرڼیجن ګاونډي خپلې سترګې دلومړي یاني نیک ګاونډي پرشتمنۍ او ځمکو وګنډلې او هغوته یې  خیټه په اوبو کې کړه .بس پکر یې وکړ چې دغه خپل ګاونډی چې تعلیم یافته او نیک سړی دی، مرڼې او شخې شولانګې یې هم نه خوښیږي، نو که لږ یې په تنګ کړي، هغه دی چې کلی به پریږدي او شتمني او ځمکې به یې ترې پاتې شي، بیا به دی پرې خیټه واچوي.
یوه ورځ مرڼیجن ګاونډی راپورته شو او د تعلیم یافته او نیک ګاونډي چرګه یې ور ووژله . نیک ګاونډی چې خبرشو چې مرڼیجن ګاونډي یې چرګه ور وژلې ده، نو زامنو ته یې وویل چې :
- ځه خیر دی په خطاکې به ترې وژل شوې وي . چرګه ده، دومره شی خو ندی، غږ مه کوﺉ چې له ګاونډی سره مو اړیکې خراپی نشي. چرګې ډیرې دی، بله به واخلو...!
مرڼیجن ګاونډي چې ولیدل ګاونډي یې دچر ګې په وژل کیدو خپل غوږ ونه ګراوه، نو پکر یې وکړ چې پلان یې کار وکړ. اوس یې باید لږ نور هم په تنګ کړي ،نوهغه ووچې څو ورځې وروسته یې د نیک ګاونډي غوا ور ووژله.
نیک ګاونډی چې خبرشو نو لږغوندې غوسه ورغله، خو دایې بهتره وګڼله چې دهغې یادوونه ونکړي او له خپل ګاونډي سره اړیکې خراپې نکړي،ځکه چې ګاونډی یې ناپوهه انسان دی،اما دی خو دخدای فضل دی، تعلیم یافته دی، نو باید په دومره واړه خبره دخپل ګاونډي سره اړیکې خړې پړې نکړي. ، غوا وه مړه شوه، بله به واخلي .
مرڼیجن ګاونډي پکر وکړ چې ګاونډی خو یې تر هغه لا ډیر بې غیرته وخوت چې ده پکر کوه . بس داځل یې باید سم تنګ کړی چې نور نو کلی پریږدي او ځمکه یې ده ته پاتې شي.نو  څو ورځې لانه وې تیرې شوې چې راپورته شو او دنیک ګاونډي زوی یې ورله وواژه . 
نیک ګاونډی چې دخپل زوی دوژل کیدو نه خبر شو، نو حوصله یې  تمامه شوه، پوه شو چې ګاونډی یې په ښه سلوک او نیکو اړیکو نه پوهیږي، پوه شوچې نوموړي دده د ښه سلوک او نیک چلند نه ناسمه اخیستنه کړې او دا به همداسې دوام لری ،ترڅو ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورنکړي .ترڅو هغه پدې پوه نکړي چې دی هم د شخو شولانګو وس لري ، خو دانسانیت او ښه ګونډيتوب له وجې غلې وو او څه یې نه ویل . بس ټوپک ته یې لاس کړ او نیغ د ګاونډي په کور ورننوت او دوه زامن یې ورله ځای پرځای او دهغه د سترګو په وړاندې ووژل .
مرڼیجن ګاونډی چې دخپلو زامنو په ویر کې یې خاورې پرسر بادولې ، خپل ګاونډي ته یې وویل :
- الله دې تباه کړه ، ما پکر کاوه چې بې غیرته یې ځکه څه نه وايې ،تا چې ددې وس دې درلوده ، نو په لومړۍ ورځ کله چې ما دتا چرګه ووژله، راغلی به وای او په بدل کې به دې زما چرګه راوژلې وای، نوخبره به د زامنو مرګ ته نه وای رسیدلې . 

جلال اباد

۲۳/۰۶/۲۰۱۴