زما په خپله زړه نری دی- عصمت قانع



یارمي پیغور زهیر کړی دی، خو زه لا د پېغور په کیسه کې نه یم. ممکن یار مي د رحمان بابا په څېر صوفي وي او د ژوندانه له ناتمامه کړاوونو سره د استقامت سمبول یوه ونه ګڼي.
لکه ونه مستقیم پر خپل مکان یم
که خزان راباندي راشي که بهار
خو زه نه پوهیږم، چې خدای ولي دغره د کاڼي په څېر سخت زړه راکړی دی،نه د پېغور د درد چیغه زما د حنجرې خواته پریږدي او نه مي د درد ځګروي ته پریږدي . د دنیا پیغورونه ، سپکې سپورې هر څه اورم خو د خوشحال خان په څېر خدای پاک عجیب صبر راکړی
دعالم ډېرې خبرې ،هره خوا خورې لښکرې
زړه مي نه خوځي له ځایه غر خو هسي وي که نه
شهرت ننګیال د غریبۍ پیغور زهیر کړی دی ، خو شکر دی اولادونه یې د لندن هستوګن دی او تور عصمت قانع په کابل کې د کرايي کور په ناورین اوښتی دی نه کرایه لري او نه سرمایه او شپه او ورځ د لغمان په کمبیري کې د سمټو بلاکونه جوړوي او خرڅوي يې . دومره په زیار او کړاو ګټي چې دنغري اور پرې بل کړي .
خلک والیان دي او قانع خیشت مال دی ، خلک بلند منزلونه لري او د قانع په جیب کې د سپږو اتڼونه.
یونس قانوني په پېښور کې وعصمت قانع ته د منشي حیثیت نه درلود ،خو نن د جمهور ریس مرستیال دی او قانع دپښتنو دغم په شتمنۍ کې .
خوکله چ
ې مي له هماغه درګاه څخه نا امیدي راوړه ،نو دمایوسۍ اوښکې مې هم ستا په لمن توی کړې .
ډېر وخت نه کیږي،دهرات هوټل په صوفه باندي همدا ته وې ،چې زما د نا امیدي اوښکې دي پاکې کړې .
ننګیاله !قانع څنګه تاته دغریبۍ پیغور درکوي ؟ کومه غریبي چې د قانع د پنځوس کلن ژوندانه پانګه ده . کومه غریبي، چې زما ننګ یې زما دهویت په رنګ بدل کړي دي او د خوشحال په ژبه یې تعبیر درته وړاندي کوم .
د خوشحال خټک په برخه خو یو ننګ دی
تر نظر پورې یې هیڅ ده د نیا واړه
ننګیاله ! په ننګ قسم درته کوم ،چې په خپل پنځوس کلن ژوند کې مي تر تا نږدې یار نه دی درلودلی. او همدا ته یې، چې له شل کلنۍ بیا تر اوسه ما د خپلو خوښیو ،سندرو،غمونو او بیوسیو د لحظو او شېبو شریک بللی یې .
څو ځله به د خاکیشاه مداري د شوروا له غوړې کاسې را ولاړ شوی یم او تاته به مي ویلي وي ، چې چیرته مېلیمه یم ، خو هیڅکله به مي هم پرهغه دسترخوان بسم الله نه وي کړې ، چې عزت مي په کې نه لیدلو .
د مخي ترکمن پر دوکان به مي وچه ډوډۍ له اوبو سره تر ستوني تېره کړه او تاته به مي وویل ، چې غوړه مېلمستیا مي نوشیجان کړه او تابه راته ویل بچوخانه زه دي پیژنم .
خاکیشا مداري به ستا په وجود کې د نورو فرهنګیانو د څپېدلو لپاره جالونه غوړول او ستا پر اثارو به یې کلدارې مزې داري را ټولولې .
هماغه خاکیشاه د خرڅي پیغور راکړ، دغریبۍ پېغور یې راکړ ، زه خو ستا په خاطر پرهغه درشل درپېښېد م کنه ما به څه کاوه ؟
اوس ته تور لګوې ،چې قانع د غریبۍ پېغور راکړی دی .
زه څنګه تاته د غریبۍ پیغور درکړم ،چې پخپله غریب یم ؟!
داهم د خاکیشاه مداري د ضبط حوالاتو غلط اطلاعات دي چې ستا په زړه کې یې دا ناشوني ناپړیته ور دننه کړه، زه په خپله دغریبۍ په عزاب اخته یم.
زماپه خپله زړه نری دی
ماته په لویه لار کې مه ژاړه مینه
عصمت قانع که جوالي توب کاوه ،نو هم غرور او شرف یې بډای وو، هیڅکله یې هم خپل افغانیت غریب نه دی بللی ،خو ګران ننګیال هر وخت له ژونده شاکي دی . خدای پاک د طالیبانو په وخت کې پراخه روزي موټر او یو خوستی پیر پرې ولوراوه ،خو عصمت قانع د پېښور په نیو رامپوړه ګېټ کې جوالیتوب کاوه شخ بریتونه یې نیولي وو او د پیښوري زیار دا بیت يې سندره کړی وو .
یو د میني په نوم هسکه شمله ګرزي
که په نوره شتمني شي زیار کنګال دی
د ژوندانه ناځوانه څپېړو دومره محبور کړ، چې د کارته پروان د انندلال هندو په تذکره له هندو هویت سره په خریلې ږیره کابل ته د خور جنازې ته ولاړ شي .کله چې دکابل په یکه توت کې زابلي طالب وپیژاند چې پښتون عصمت قانع دهندو افغان په تذکره خریلې ږیره راغلی دی ، نو دکېبولونو استحقاق یې سخاوتمندانه حق شواو بیا قانع هم ویل ،چې حق هو پیره حق هو .
قانع په ډوډۍ پسې منډې وهلې او تاته خدای دومره امکانات درکړو، چې دسترګو په رپ کې د افغانانو د لوږو له شور او پېغور څخه پوپنا شوې، مسکن دي لندن شو .
خو ننګیال صاحب،کله چې له غریب لندن څخه بډای کابل ته راغلې نو په ناروغي دي نه ورور او نه زوی او نه بل قریب دومره مخلصانه اوښکې توی کړې دي ، لکه دتور قانع له سترګو څخه چې وبهېدې.
ماته ستا د وردګو دښوونې او روزنې وزیر دغوښن ډالري پست وړاندیز وکړ او تو قانع د غرور پر نیلي ورته سپور شو او ترې راکوز نه شو .
د قیوم خان کرزي وړاندیز ته هم په هماغه بریتور موقف کې پاتي شو .
کله چې د جلال اباد د دفاع په جګړه کې زما د ذهن هنداره ناببره پربل مخ واوښته نو هم راز مي تاته ووایه او درته مي وویل ،چې د وطن مور به د قیامت په ورځ هغه خلقیان چې جلال اباد یې له عربو ،غجرو او پنجابیانو وساته بچی وګڼي او موږ به عاق کړي
پرتا مي باور وو او ستا لپاره اورته هم ورټوپ وهم ، د ځان او اولاد په فکر کې نه وم.
ستا په خاطر مي هغه دروازه وټکوله ،چې طمعه مي ترې کېدله .