د
اصلاحاتو او همپالنې ټيم یو ځل بیا ګواښ کړی ؛ که غوښتنو ته یې ترڅلرویشتو ساعتو
یاني سباورځې پورې مثبت ځواب ورنکړل شي، د
انتخاباتو له تخنیکي او سیاسي بهیر سره پرېکون اعلان کړي.
د دې
ټيم ویاند سید فاضل سانچارکي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ تر
هغو چې د رایو رښتینې
پلټنې ونه شي او
سیاله ډله یې په پیل شوي سیاسي پروسه کې صادقانه عمل ونه کړي؛ دوی به دواړه
بهیرونه په پرې کړې توګه پرېږدي.
سانچارکي همدارنګه د انتخاباتو دخپلواک کمیسیون
هغه پریکړه هم رد کړه او د نه منلو وړ یې وبلله چې وایي، په راتلونکو څو ورځو کې به د
انتخاباتو پایلې اعلان کړي.:
"«هره پایله چې د انتخاباتو د درغلیونه
ډک کمیسیون یې اعلان کړي ، موږ یې ردوو او
که تر سبا (دسې شنبې تر ماسپیښنه ) پورې ، زموږ معقولو غوښتنو ته پام ونه شي، موږ
به دا بهیر پریږدو"
سانچارکي همدارنګه دا هم وویل چې، د ملي یوالي حکومت جړولو ته هغه وخت حاضر دي چې
، په شفافه توګه ناپاکې رایې له پاکو رایو
نه بیلې شي ..
نوموړي وویل، د دوی ټيم د نړیوالې ټولنې په غوښتنه د مقابل ټيم
سره خبرو ته حاضر شوی او که سیال ټيم یې په خبرو کې صداقت ونه لري؛ نو دا بهیر به
هم ودروي.
په همدې ډول دې ټيم د هغې څه په اړه چې دوی یې
په انتخاباتو کې درغلۍ بولي؛ یو ځل بیا ځینې اسناد له رسنیو سره شریک کړل.
د دې ټیم یوه غړي محمد بشیر فاروق رسنیو ته ځینې
اسناد وښودل چې؛ په وینا یې په ۲۲۰۰ محلونو کې رایې پاڼې د یوه یا دوه کسانو له خوا
ډکې او امضا شوي دي..