له محور ورځپاڼې څخه.:
يوه پخواني امريکايي
جنرال ويلي، چې امريکا په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل ده، حال دا چې ولسمشر تر موږ، موږ او
زموږ کردار ښه
درک کړی او پېژندلی دی.
دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې د لوديځ د ناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت د ځان پر وړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګېټس، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کای ایډه او تر هغه وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان مک کرسټل د خپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې د ښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي دي.
نړيوال په ځانګړې توګه هغه امريکايي چارواکي چې په افغانستان کې يې ماموريت پايته رسيږي او تقاعد کېږي په نوبت سره اعترافونه کوي، چې په افغان جګړه کې په غلطۍ سره ښکېل دي. د چارو شنونکي وايي، کله چې دوی په ماموريت کې وي، نو هغه مهال بيا دوی واقعيتونه نشي په ډاګه کولای.
په افغانستان کې د امريکايي او ايساف ځواکونو پخواني قومندان جنرال جان آلن په دې وروستيو کې ويلي، د ولسمشر کرزي پېژندګلوي په مراتبو تر موږ، موږ او زموږ کردار ښه درک کړی او پېژندلی دی.
دغه امريکايي جنرال د سولې انستيتوت له لوري په واشنګټن کې د ولسمشر کرزي ميراث په نوم جوړه شوې غونډه کې ويلي، چې ولسمشر کرزي له افغانانونه پوره شناخت لرلو، خو له بده مرغه چې دغه ټکی موږ نه درک کولو او لرلو: “ولسمشر کرزي به تل موږ ته په ځينو برخو کې مشورې راکولې، خو موږ به هغه ته پام نه کولو، چې په وروستيو کې جوته شوه، ښاغلی کرزی په حقه دی. ولسمشر کرزی يو وطن دوست دی.”
ښاغلی الن د امريکايي پوځيانو سرغړونو، ملکي تلفاتو، شپنيو عملياتو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جنګ څرنګوالي ته په اشارې سره وايي، چې ولسمشر کرزی د پاکستان په تړاو د امريکا له سياست نه په اخري کچه ستومانه شوی او نا خوښ و او همدا لامل وو، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په خپل ځای پاتې وه او په اصلي ځای کې نه تر سره کېده.
دا څلورم نړیوال لوړپوړی مامور دی، چې په افغانستان کې د لوديځ د ناکامو پالیسیو غندنه کوي او افغان حکومت د ځان پروړاندې برحقه ګني. لږ وړاندې د امریکا د دفاع پخواني وزیررابرټ ګېټس، د ملګرو ملتونو ځانګړي استاز ي کای ایډه او ترهغه وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان مک کرسټل د خپل ماموریت تر اختتام وروسته امريکا او متحدین یې په افغانستان کې د ښکېلتیا او غلطو پالیسو په سبب غندلي دي.
شنونکي وايي، امريکا خپل لوړپوړي مامورين په افغانستان کې په استخباراتي لوبه کې بوخت ساتلي وي، نو کله چې هغوی تقاعد شي، اړ وي، چې له ځان نه مسووليتونه لرې کړي او د افغانستان په تړاو واقعيتونه په ډاګه کړي. د دوی هريو چې له دندې ګوښه شوی، نو د افغانستان د ماموريت په تړاو يې عترافونه کړي، چې لوديځ او امريکا په غلطه راوان دي.
د چارو شنونکی غلام جيلاني ځواک وايي، تر هغه چې دغه قومندانان او مشران په افغانستان کې په ماموريت بوخت وي، د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر کرزي په اړه يې دسيسې جوړې کړې او د بحران رامنځته کولو هڅې يې کړې دي. ښاغلي ځواک زياتوي، په ولسمشر کرزي باندې له يوه اړخه ډېرې نيوکې کېږي، چې جنګسالاران يې په واک کې ور کډ کړي، خو په دې کې د بهرنيانو رول هم تت نه دی، د هغوی له لوري پرې فشارونه وو، چې لوديځوالو د خپلو ګټو د خونديکولو په هدف پرې منل. شنونکي وايي، همدا جګړه مار د نړيوالو له لوري تغذيه شول او په واک کې وساتل شول.
شنونکي ددې څه ښه بېلګه په دې وروستي ټاکنيز کړکېچ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري مداخلې ته اشاره کوي، چې نه غواړي، جنګسالاران له واک د باندې پاتې شي، ځکه چې په نظام کې د ننه د دوی ګټې خوندي کوي.
څارونکي وايي، امريکا ډېری وخت د افغانستان په سياسي پروسو کې مداخلې کړې، ګډوډې يې دي.
دوی وايي، يوازې دا کار نه دی، دوی په افغانستان کې د سولې پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي او ان له طالبانو سره يې هم پټ اړيکي شته، چې له يوه لوري د جګړې د ختمولو خبرې کوي، خو له بل لوري جګړه د دوی په خوښه غځول کېږي.