د ملي یوالي د حکومت دجوړولو په اړوند د
خبرو اترو لپاره د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د ناستې
هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شویدي.
د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د امریکې دمتحده
ایالتونو او ملګروملتونو استازو یو ځل
بیا هڅه وکړه چې، په افغانستان کې دانتخاباتو د مرڼې د اوارۍ په
خاطر، د ولسمشرۍ دواړه نوماندان خبرو ته سره کېنوي .
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وياند فضل االرحمن
ارويا رسنیۍ ته ویلي چې،
پر يوه نوې طرحې باندې کار روان دی .
دا چې نوې طرحه به څه وي ،نوموړي توضیحات ورنکړل .
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم
بيا وايي، دا هڅې ځکه ناکامې شوې چې،
د سیال ټیم غوښتنې د قانون نه پورته
وې.
له بلې خوا په کابل کې د امریکا سفیر وايي، هیله من دی چې د افغانستان سیاسي مشران به د خپلو خلکو د هیلو درناوی وکړي.
جېمزکنېنګهم پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د ترهګرو بریدونو د دیارلسمې کلیزې په مناسبت په خپله
وینا کې ویلي، داد افغان مشرانو
دا ذمه واري ده چې، په افغانستان کې د افغان او امریکايي پوځیانو قربانیو ته په درنه سترګه وګوري.