جانانه - په زړه پورې شعر



په وزن او درنښت کی لکه غر اوسه جانانه
په عُمق او تحمُل کی سمندر اوسه جانانه

د مینی په لارتګ آسانه ښکاري،آسان ندی
پدی لاره چی ځی نو زړور اوسه جانانه

زماسره چی مینه کړی،تورونه به په سروړی
په مینه کی دی ھر تورته،زړه ستراوسه جانانه

رقیب خوپه مکاره خوله ، نفرت ته مینه وايي
غلط یی په ګفتارنه شی، خبر اوسه جانانه

ھیڅکله دی خپل کور،کلي اوچم ته پیغورنه شی
د خپل کلي او کوردی، تل زیور اوسه جانانه

رقیب خولکه "کونګ" مدام په توره شپه مین دی
خو ته می ھری توری شپی ته ، لمراوسه جانانه

د مینی په قیام کی اوس د کرکی جرړی باسه
د ژوند په ھرحالت کی می دلبر اوسه جانانه

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
15/o9/2014
وماعلینا الاالبلاغ