يار می د زړۀ د حال پوښته وکړه
ما هم ځواب کښی تری مننه وکړه
په خولی می هېڅ هم ورته و نه وېئل
تری می ،ګيله د زړۀ دننه وکړه
لکه چی بيا هغی کوڅی ته راغلم
لکه چی بيا می تېروتنه وکړه
ساقي له سره تر پښو وکتلم
چی می د بل ترېنه غوښتنه وکړه
بيا دی ګلان زما د باغ و رېبل
خزانه! ما هم بيا کرهنه وکړه
زاهد ېي بوتلو د دوزخ په لوري
ما ګناهکار ته يي بخښنه وکړه
نور دی د چا په پښو کښی نه کېږدمه
نن می د زړه سره دا ژمنه وکړه
خود ليونی وو چی،د کاڼي بت ته
)مئين)کيسه،خپله ،غمجنه وکړه
ما هم ځواب کښی تری مننه وکړه
په خولی می هېڅ هم ورته و نه وېئل
تری می ،ګيله د زړۀ دننه وکړه
لکه چی بيا هغی کوڅی ته راغلم
لکه چی بيا می تېروتنه وکړه
ساقي له سره تر پښو وکتلم
چی می د بل ترېنه غوښتنه وکړه
بيا دی ګلان زما د باغ و رېبل
خزانه! ما هم بيا کرهنه وکړه
زاهد ېي بوتلو د دوزخ په لوري
ما ګناهکار ته يي بخښنه وکړه
نور دی د چا په پښو کښی نه کېږدمه
نن می د زړه سره دا ژمنه وکړه
خود ليونی وو چی،د کاڼي بت ته
)مئين)کيسه،خپله ،غمجنه وکړه
پېښور
١٦/٠٩/٢٠١٤