نن د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او
همپالنۍ د ټیم له لوري له مقابل ټیم سره د خبرو وروستۍ ورځ ښودل شوې وه ،اما
دراپورنو له مخې دواړه خواوې دملي یوالی
دحکومت په شرطونو موافقې ته سره ندي رسیدلي .
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یو ځل بیا
اعلان وکړ چې له نننیو ناکامو خبرو وروسته به ډیر ژرخپل وروستی دریخ اعلان کړي.
د دغه ټیم ځینو سرچینو ویلي چې موازي
حکومت به اعلان او افغانستان به تجزیه کړي.خوسیاسی تحلیلګر بیا وايي چې نه خوعبدالله نه هم د هغه ډله ټپله دومره توان لري چې دافغانان ګډ کور او ټاټوبی سره ټوټې او تجزیه کړی شي .
په وروستیو ورځو کې، په کابل او ځینو
نورو ښارونو کې د عبدالله عبدالله پلویانو دپه افغانستان کې د رباني مهال بیرغونه
پورته کړي دي .
عبدالله عبدالله له اشرف غني احمدزي
سره په خپلو خبرو کې د اجرايي چارو د ریاست ترڅنګ د نیمايي واک او چوکیو غوښتنه
کوله. ده ویلي چې که نیمايي واک ور نه کړای شي اعلان به وکړي چې انتخابات یې ګټلي
دي.
عبدالله نن ددوشنبې په ورځ ،
په کابل کې خپلو یو شمېر ملګرو ته خبرې کولې، ویې ویل چې د «تقلب» په اساس جوړ شوی
حکومت د یوې ورځې لپاره هم مني. ده په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د
ستونزو او مشکلاتو په خاطر یې نرمي وکړه. ده د موازي حکومت جوړولو او بغاوت ته هیڅ
اشاره ونه کړه او دا یې هم نه وویل چې د انتخاباتو د نتیجو په خلاف به مدني مبارزه
کوي. ده خلکو ته بیا بیا بلنه ورکړه چې ارام دې وي.
بلخواته ، د عبدالله د ټیم یوه غړي
وویل چې نن ورځ به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي .دا دعبدالله د ټیم لومړۍ دړکه نه
،بلکې تردې وړاندې یې هم باربار ورته دړکې کړیدي او دتحلیلګرانو په وینا، دعبدالله
ټیم غواړي مقابل لوری وویروي او امتیازات ترلاسه کړي .
پرون سپینې ماڼۍ وویل چې ولسمشر بارک
اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته ویلي چې دا ډېره مهمه ده چې د واک وېش
معامله ژر تر ژره بشپړه کړي څو هیواد یې نوی حکومت جوړ کړي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور
له مخې سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل، نهايي موافقه به د افغانستان د نړیوال
ملاتړ له زیاتېدو سره مرسته وکړي او دا هیواد به باثباته کړي.
عبدالله
عبدالله، چې ځان ورته بایلونکی ښکاري او له موافقې سره سم باید د اجرايي چارو مشر شي،
وايي چې د کابینې مشري او نیمايي قدرت دې ورکړای شي خو اشرف غني او ټیم یې وايي چې
دا غوښتنه د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې ده