دافغانستان لومړنی منتخب ولسمشر ښاغلی حامد
کرزی به ، چې د ولسمشرۍ دوره یې پای ته رسېدلې ده، سبا دسپټمبر په درویشتمه نیټه په ارګ کې د حکومتي مامورینو سره مخه ښه کوي او نوی ولسمشر به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په ارګ کې د لوړې مراسم پر ځای کوي .
د چارو د ادارې رييس صادق مدبر نن
په یوه خبري غونډه کې وویل، له ټاکل شوي فهرست سره سم د حامد کرزي د خدای پامانۍ مراسمو ته د ۳۴ ولایتونو مامورین رابلل شوي دي. ښاغلی کرزی به له
هغوی سره سبا په یو لړ مراسمو کې خدای پاماني وکړي.
ښاغلي مدبر د نوي
منتخب ولسمشر د لوړې د مراسمو په اړه وویل، له مشرانو
سره د ولسمشر کرزي د مشورو له مخې ، ټاکل شوې ده چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو راتلونکې دوشنبه په ارګ کې جوړ شي.
نوموړی زیاته کړې ، په دې مراسمو کې به د یو شمېر هیوادونو
ولسمشران، صدراعظمان او مرستیال ولسمشران ګډون وکړي.، خو دا یې جوته
نکړه چې دکومو بهرنیو هیواد مشران به دلوړې په مراسمو کې برخه ولري.
د چارو د ادارې رييس دا هم وویل چې د لوړې د مراسمو مېلمانه په دیارلس کته
ګوریو
وېشل
شوي چې په هغو کې بهرني او کورني مېلمانه شامل دي.
د ملي شورا د دواړو جرګو ريیسان او غړي، د درې ګونو قواوو مشران او
چارواکي، جهادي مشران، د اوسنۍ کابینې غړي، قومي مشران، او د
مدني ټولنې استازي د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسمو ته بلل شوي
دي.