کږلېــــــــــــچونو، د کوڅــــــــــو کښې د تقدير
لار ترې ورکـــــــــه، ســـــــــرګردان ګرزي تدبير

د يار غېـــــږ او زما سر،خلکـــــــو!دا څه دي!؟
دی می خـــــــوب او که، د خوب مې دی تعبير

ده ناشونی ،روغ رمټ که ترې را خـــلاص شي
دام، د زلفو کښــــــــــې د چا چې شي څوک ګير

د رباب نغــــــمې به څه واوری،چې هر
لـــــــور
وي نعــــــــرې د زنده باد او د تکـــــــــــــــــــــــبير

لاس او پښې ،دلته د
هـــــــــــــــــــر چا دي تړلي
څوک غــــــــــــــــلام د زور و زر، څوک د ضمير

لار د تېښــــــــتی
ترېنه نشـــته،بس را ځي دی
پرواه نه کړه، که منــــــــــــــــــکر وي که نــــکـير

هغه وخت چی می ،د دار په لــــــوري بيــــــايي
کاشکې لېرې می،له پښو کړي، څوک زنځير
کاشکې لېرې می،له پښو کړي، څوک زنځير
دروازې د زړۀ می خــــــــــلاصې ورته پرېښوې
د يـــــــــــــــــادونو را روان ،د چا بهـــــــــــــــــــــير

زۀ( مئين ) څـــــــــــــــــنګه د حق خبــــــــــره وکړم
مــــــــــــلا راوړله ، وسله بــــــــيا د تکـــــــــــــفير

پېښور
٢٠/٠٩/٢٠١٤