د
خیبر ایجنسۍ حکومتي چارواکي وايي چې د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې د مشر منګل باغ زوی او یو بل کمانډر ،د خالي په ورځ په باړه کې وژل شوي دي.
د
باړې مرستیال پولیټیکل ایجنټ ناصر خان د اتوار په ورځ رسنیو ته وویل چې ،د باړې په سپین قبر سیمه کې د منګل باغ زوی اسرافیل او د هغه په بل ملګري کمانډر حنیف باندې په کمین ناستو کسانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې دواړه ځای پرځای ووژل شول.
دی
زیاتوي چې نن د وسله والو ډلو سره تړاو لرونکیو پنځوسو کسانو ځانونه حکومت ته سپارلي، خو لشکر اسلام ډلې په دې اړوند تر اوسه څه ندي ویلي.
یاده
دې وی چې په باړه او تیرا کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد د اکتوبر د شپاړسمې نیټې راهیسې د (خیبر ون) په نامه تازه پوځي عملیات پیل کړي دي،چې د پوځ د ادعا له مخې ، په دې تیرو څو ورځو کې یی وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او د دوی یو شمیر
مرکزونه یی هم له منځه وړي دي.
دپاکستان
پوځ نن د هیلي کوپټرو د لارې په خیبر ایجنسۍ کې پيغام پاڼې غورځولې چې پکې له خلکو غوښتنه شوې چې د وسله والو سره دې له مرستو لاس واخلي او د هغوی پرضد دې په ځانګړو ټیليفوني شمیرو پوځ ته معلومات ورکړي.