ولې ښځینه په کیڼ ارخ او نارینه په ښي اړخ ټنۍ ګنډي




پدې اړوند درې بیلابیلې نظریې شتون لر:
۱- دښڅینا په کیڼ اړخ باندې دتڼیو ګنډل د منڅنیو پړیو راهسې دود وو. په هغه وخت کې، تڼۍ په اروپاکې د ګاڼو او سنګار سامان په شان کارول کیدې، چې دسرو زرو،سپينو زرو او هاتي د هډوکو نه جوړیدې. دغو تڼیو به په ټولنه کې دښځو او میرمنو لوړ دریځ په ګوته کوه. ورته تڼۍ به یوازې دلوړو کورنیو ښځیناو کارولې . له بله پلوه په هغه وخت کې د بډایو او لوړ دریځ لرونکو کورنیو میرمنو او ښځیناو به نه خوښیده چې تڼۍ پخپله وتړي، بلکې دهغوی نوکرو ښځو او نجونو به ددوی تڼۍ ورتړلې، خو ددې لپاره چې هغه په اسانه وتړلی شي، هغه به يې په کیڼ اړخ پورې ګنډلې .

خو ناریناوو، که هغه دلو
ړ دریځه او بډایو کورنیو څخه هم وو، تڼۍ پخپله تړلې، نو ددې لپاره چې هغوی ته اسانه وي، تڼۍ به یې په اړخ کې ګنډلې. له بله پلوه، په هغه وخت کې به ، داروپا زیاتره نارینه په جګړو کې بوخت وو، نو داړتیا په وخت کې وسله لرونکي نارینه کولای شول چې خپل ښی لاس، چې وسله به یې پکې نیولې وه، د تڼیو په منځ کې دخپلوکالیو یا کوټ په درز یا ..... کې پټ او تود کړي.

۲- بل نظر بیا دادی چې ، تڼۍ یې ددې لپاره په مختلفو اړخونو باندې ګنډلې، چې دنارینه او ښځینه دکمیسونو او کالیو ترمنځ توپیر وکړی شي او هغه یو تر بله وپیژندلی شي.
۳- دریمه ډله بیا پدې نظر دي چې، شیدې ورکونکومیندیو ته اسانه وه چې ماشوم په کیڼ لاس کې ونیسي او د کیڼ تي شیدې ماشوم ته ورکړي، ښي لاس به یې دنورو کارونو لپاره وزګار وو او همدارنګه یې کولای شول چې داړتیا په وخت کې دکمیس په ښۍ پیڅکه باندۍ خپل ماشوم هم د ساړو او یخنۍ ته خوندي کړي. ولې ښځینه په کیڼ ارخ او نارینه په ښي اړخ ټنۍ ګنډي