دپښتو ی ګانې/ کره پښتو




د پښتو ياګانې:
۱- (ی) = د نارینه یا مذکر نومونو لپاره:

لکه : زلمی ، لرګی ، سړی، منګی...

۲- (ي) = د نارینه نومونو د جمعې لپاره:

لکه : زلمي، لرګي، سړي، منګي...

۳- ( ۍ) = د ښځینه یا مونث نومونو لپاره:

لکه : نړۍ ، کړکۍ، سپوږمۍ، هګۍ...

یادوونه: ښځینه نومونو د جمعې لپاره هم (ۍ) کارول کیږي

۴ – (ې) دښځینه نومونو او صفتونو لپاره:

-
نومونه ، لکه : ادې، شیدې ...

-
صفتونو لپاره، اوږدې، لنډې، شنې...

۵- (ئ) = د امر په صورت کې د جمعې لپاره :

لکه : وخورئ، کینئ، مه ژاړئ