روغ که ليونی
يم ته مي څه کوې
تاته خو پردی يم ته مي
څه کوې
ستا راسره
ورانه ياره ورانه ده
مړ او که ژوندی يم ته مي څه کوې
خير دې که د ځان په ښه رانغلمه
تاته خو سپرلی يم ته
مي څه کوې
غږ شو چي ديداره بيرته نه راځي
ما ويل لاروی يم ته
مي څه کوي
محمد
فاروق ديدار